قرضداره پاکستان؛ شریف له ال‌نهیان څخه د پور ورکړې لپاره وخت غوښتی

قرضداره پاکستان؛ شریف له ال‌نهیان څخه د پور ورکړې لپاره وخت غوښتی سیمه
د پاکستان لومړی وزیر د متحد اماراتو د دولت رئیس کتلي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اماراتو ته د سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس محمدبن زاید ال‌نهیان څخه د دې هېواد د ۲ میلیارده ډالرو پور ورکړې لپاره وخت غوښتی دی.

 

شهباز شریف ویلي، د اماراتو له لوري د ورکړل شوي پور نېټه روانه جنوري میاشت کې پای ته رسېږي، خو د اماراتو د دولت رئیس په یوه خصوصي مجلس کې هوکړه کړې، چې دغه وخت به نور هم وغځوي.

 

تیر کال پاکستان د دې لپاره چې د پیسو له نړیوال صندوقه ۷ میلیارده ډالره نور پور واخیستلی شي چین، متحده عربي اماراتو او سعودي ورسره مرسته وکړه، څو د مالي تضمینونو پروخت برابرولو لپاره کار ورنه واخلي.

 

پاکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې له ګڼ شمېر هېوادونو او نړېوالو سازمانونو یې ډېر پورونه کړي او دا مهال یې پورونه ۶۷.۵ ټریلیونه پاکستانۍ روپیو ته رسېدلي.

تړلي موضوعات