روسیې د قرآن کریم د سوځولو په تور یو تن په ۱۴ کاله بند محکوم کړ
نړېوالو رسنیو ویلي، د روسیې سیمه ییزې محکمې د تېرې دوشنبې په ورځ یو تن روسي کس په ۱۴ کاله زندان محکوم کړ چې د قرآنکریم د سوځولو په تور نیول شوی و.
یو اېس نیوز د روسیې په سویل کې د ولګوګراډ سیمه ییزې محکمې د پرېکړې له مخې ویلي، چې ۲۰ کلن نیکیتا ژورویل د روسیې حکومت د قانون څخه په سرغړونې په ۱۴ کاله زندان محکوم شوی دی.
ژورویل وروسته له هغې زندان ته ولېږدول شو، چې تېر ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په لومړیو کې یې د ولګوګراډ اړوند یوه جومات مخې ته قرآنکریم وسوځاوه او د دې کار په تور سیمه ییزو پولیسو زندان ته واستوه.