سبا جمعه روم کې د امریکا او ایران ترمنځ پنځم پړاو خبرې پیلیږي
ایراني رسنیو د عمان بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو پنځم پړاو به سبا جمعه پیل شي.
ټاکل شوې دا پړاو خبرې به د ایټالیا پلازمېنه روم کې ترسره شي.
بلخوا روسیې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر لانجمنو خبرو کې د منځګړیتوب اعلان کړی.
د روسیې امنیت شورا عمومي منشي الکساندر وندیکتوف ویلي، روسیه چمتو ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ متوازنې او رغوونکې هوکړه کې هر ډول همکاري وکړي.
د امریکا او ایران ترمنځ پنځم پړاو غیرمستقیمې خبرې داسې مهال ترسره کیږي، چې تر دې وړاندې د ایران مذهبې مشر ویلي و، امریکا سره په خبرو باوري نه دی او فکر نه کوي، چې دا خبرې دې کومې پایلې ته ورسېږي.