د ا.ا ویاند: پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د پېښو مسؤلیت پر افغانستان وانه چوي

د ا.ا ویاند: پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د پېښو مسؤلیت پر افغانستان وانه چوي سیمه

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د پاکستان بلوچستان په خوصدار سیمه کې د ښوونځي په بس موټر برید چې د ګڼو ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب شوی په کلکه غندلی.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې عینې حال کې د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې دغه راز بریدونه په افغانستان پورې تړي په کلکه ردوو.

د اسلامي امارت ویاند پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د پېښو مسؤلیت پر افغانستان وانه چوي او د داسې ادعاوو لپاره هیڅ ډول دلیل هم وجود نه لري.

ذبیح الله مجاهد پاکستان ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې استعمال شي.

د یادونې وړ ده، د پاکستاني چارواکو اوس دا معمول ګرځېدلی چې خپل هېواد کې د امنیتي پېښو په کابو کولو کې پاتې راشي د ملامتۍ ګوته د افغانستان پر لور نیسي هغه چې اسلامي امارت ور یادوي چې خپل امنیت خپله وساتئ؛ له افغانستانه چاته خطر نشته.

تړلي موضوعات