پاکستان کې د زده کوونکو پر بس چاودنه؛ ۴۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
پاکستاني چارواکو نن چهارشنبه ویلي، د بلوچستان ایالت خضدار ولسوالۍ کې د یو پوځي ښوونځي پر بس چاودنه شوې، چې له امله یې څلور ماشومان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې بریدګر چاودېدونکي توکي په ځان پورې تړلي و او د ماشومانو بس یې په نښه کړی.
الجزیرې تلوېزیون ته د خضدار یوه چارواکي چې نوم یې یاسر اقبال یاد شوی دغه پېښه تایید کړې او ویلي دي، چې دا بس «د آرمي پبلک سکول» پورې اړه لري.
اقبال ویلي، پېښه سهار هغه مهال چې بس زدکوونکي ښوونځي ته لیږدول، رامنځ ته شوه.
رویټرز خبري اژانس بیا د پاکستان پوځ او لومړي وزیر له قوله ویلي، پېښه کې د هند په ملاتړ نیابتي ډلې لاس لري.
الجزیرې په خپور شوي راپور کې ویلي، چاودنه زوروره وه او ممکن د مړو شمېر لوړ شي.