د ایران مذهبي مشر له امریکا سره پر روانو مذاکراتو باور نه لري

د ایران مذهبي مشر له امریکا سره پر روانو مذاکراتو باور نه لري سیمه
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي نن سه شنبه د یوې وینا په مهال د ایران اټومي پروګرام په اړه  د تهران او واشنګټن ترمنځ روانو مذاکراتو ته په اشارې وویل، امریکايي پلاوی باید خبرې اترې وکړي او له بې معنا خبرو دې ډډه وکړي.

خامنه اي تازه ویلي، فکر نکوم د امریکا او ایران ترمنځ روان مذاکرات کومې نتیجې ته ورسیږي.

د ایران مذهبي مشر د امریکا هغو څرګندونو ته چې ګنې تهران دې د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي ویلي، دا تیروتنه ده او څوک د چا اجازې ته نه دي په تمه.

هغه ویلي، ایران په دې برخه کې خپله پالیسي او تګلاره تعقیبوي.

د ایران صدا وسیما خبري اژانس د راپور په بنسټ، د ایران مذهبي مشر د امریکا او غربي هېوادونو هغه ټینګار او نیت چې له مخې یې باید ایران یورانیم غني نکړي، ژمنه کړې چې یوه بله ناسته کې به خپل ملت ته په دې اړه بشپړ معلومات ورکړي. 

د ایران اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن او تهران تر منځ تر دې دمه د خبرو اترو څلور پړاوونه ترسره شوي خو په اړه یې کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

تړلي موضوعات