د واشنګټن او تهران تقابل؛ امریکا: ایران دې یورانیم نه غني کوي ایران رد کړه
عمان کې د امریکا او ایراني پلاوو ترمنځ تر څو پړاوونو غیري مستقیمو خبرو اترو وروسته منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف اې بي سي نیوز سره خبرو کې ویلي، امریکا په هیڅ کچه د یورانیمو غني کول نه مني.
ویټکاف ویلي، د ایران له لوري د یورانیمو غني کول امریکا ته په هیڅ ډول د منلو نه دي، چې دا خبرو کې د امریکا سره کرښه ده.
نوموړي روانه اوونۍ د اروپا یوه ښار کې د دواړو هېوادونو چارواکو ترمنځ د پنځم پړاو احتمالي خبرو د ترسره کېدو خبر هم ورکړی.
د اسټیو ویټکاف دغو څرګندونو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي توند غبرګون راپارولی او ټینګار یې کړی، چې ایران به د یورانیمو غني کولو برخه کې له خپل حق تېر نه شي.