د ایران مذهبي مشر: ټرمپ دروغجن او څرګندونې یې د ځوابولو ارزښت نه لري
د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي له منځني ختیځ څخه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بېرته تګ وروسته پرون شنبه په امریکا او اسرائیلو نیوکې کړې دي.
خامنه اي ټرمپ دروغجن بللی او له منځني ختیځ څخه د اسرائیلي حکومت د له منځه وړلو غوښتونکی شو.
ټرمپ په منځني ختیځ کې د سفر په مهال ویلي و، د سولې راوستلو لپاره به ځواک وکاروي.
د خامنه اي په خبره، ټرمپ دروغ وايي او زیاتوي، چې د وروستي سفر ځینې څرګندونې یې د ځواب ورکولو ارزښت هم نه لري په خبره یې، د ټرمپ څرګندونې د امریکا ملت لپاره د شرم سرچینه ده.
د فاکس نیوز د خبر په بنسټ، خامنه اي په پرونیو نیوکو کې ویلی، چې صهیونېست رژیم په سیمه کې سرطاني غده ده او باید له منځه یووړل شي.
خامنه اي ویلي، چې واشنګټن د غزې قتل عام کولو او په هر ځای کې د جګړې پیلولو او همدارنګه د خپلو اجیرانو ته د وسلو ورکولو لپاره خپل ځواک کارولی دی.
د ایران مذهبي مشر داسې مهال په امریکا نیوکې کړې، چې ولسمشر ټرمپ عربي هېوادونو ته په وروستي سفر کې ایران د منځني ختیځ لپاره د بې ثباتۍ اصلي لامل وګاڼه.