د واخان سړک دوهم فاز د رغولو چارې پیل شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د جغلي سړک د دوهم فاز چارې پیل شوې.
وزارت وايي، دغه سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره سور لري چې چارې یې د یوه قراردادي شرکت لخوا ترسره کیږي.
خبر پاڼه کې راغلي، چې د دغه سړک د لومړي فاز خامه چارې د چین هېواد تر صفري نقطې رسېدلي او ساختماني چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.
وزارت زیاته کړې، چې د واخان سړک ډیزاین چارې د افغان انجینرانو په هڅو ترسره او تخنیکي چارې یې هم دوی په مخ وړي.
د یادونې ده، چې واخان سړک دوهم فاز ۷۱ کیلومتره اوږدوالي په لرلو سره د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.