د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته د ایران غبرګون؛ هڅه کوي ایران د ناامنۍ لامل معرفي کړي څو اصلي تهدید له پامه وغورځي
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ریاض کې د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون وايي، امریکا هڅه کوي ایران د ناامنۍ لامل معرفي کړي او د غزې جګړې ته په اشارې یې زیاته کړې، چې دا هڅه یې سیمه کې د اصلي تهدید له پامه غورځول دي.
عراقچي وايي، « چا په غزه کې ۶۰ زره کسان ووژل؟» او زیاتوي، چې « د دې نا امنۍ لامل موږ یوو؟ » په خبره یې، د امریکا ولسمشر لخوا ایران د ناامنۍ لامل څرګندونې یې د خلکو فریب او دوکه کول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې مقابل لوري دې وپوهېږي چې د اعظمي فشار پالیسي لا دمخه ناکامه شوې ده.
عراقچي وايي، د ایران د ملت د اقتصادي ستونزو یو لامل امریکا ده ځکه چې دوی د خپلو ګټو لپاره په ایران کې تر لاس لاندې حکومت غوښتنه کوي په خبره یې، داسې غوښتنې د ایراني ملت د وقار سره په ټکر کې دي.
تسنیم اژانس وايي، عراقچي دغه خبرې د کابینې غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره کړې دي.
واشنګټن چې له اوږدې مودې راهیسې تهران په سیمه کې د بې ثباتۍ او ناوړه فعالیتونو په ترسره کولو تورن کړی پرون یو ځل بیا امریکايي ولسمشر ټرمپ په ریاض کې د خبرو په مهال په ایران نیوکې وکړې، چې ایران باید په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړ ودروي.