پر پاکستان د هند تېر بریدونه؛ نږدې ۱۰۰ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان پوځ تازه د هند د بریدونو د مرګ ژوبلې جزیات خپاره کړي دي؛ د پاکستاني پوځ عامه اړیکو څانګې(ISPR) ویلي، چې د هند بریدونو کې ۱۱ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.
د دې هېواد پوځ ویلي، چې دې بریدونو کې ۴۰ ملکي کسانو هم ژوند له لاسه ورکړی، چې ۷ ښځې او ۱۵ ماشومان دي او همداراز ۱۲۱ نور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.
یادې سرچینې ویلي، چې وژل شوي سرتېري د پوځ او پاکستان هوايي ځواک منسوبین دي.
بلخوا پاکستان هم د هند د دې بریدونو غبرګون کې توغندیز بریدونه د هند پر خاوره وکړل او هغوی ته یې د مرګ ژوبلې او مالي زیان اوښتو خبره کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې په مخامخ جګړې بدل شو، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر پهلګام سیمه کې په ګرځندویانو وسلوال برید کې ۲۶کسان ووژل شول او نوي ډيلي د دې برید پړه پر اسلام اباد واچوله.