عباس عراقچي: د باور جوړونې لپاره ممکن ده د یورانیمو غني کول محدود کړو
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر تر څلورم پړاو خبرو وروسته خبریالانو ته ویلي، ایران به هیڅکله د یورانیمو له غني کولو تېر نه شي.
عراقچي ټینګار کړی، د یورانیمو غني کول باید دوام ولري او دغه برخه د مذاکرې لپاره هیڅ اړتیا نه لري.
نوموړي زیاته کړې، د باور د جلب لپاره ممکنه ده د یورانیمو غني کول د لنډ مهال لپاره محدود کړو.
یاد ایراني لوړ پوړي چارواکي همداراز ویلي، عمان کې څلورم پړاو خبرې د تېرو هغو په پرتله جدي او تر ډېره په جزیاتو ور ټولې وې.
په ورته مهال د ایران مرکچي پلاوي یوه لوړ پوړي غړي چې نوم یې نه دی ذکر شوی ویلي، د امریکا ښکاره موقف چې غیري رسمي خبرو کې یې وایي مذاکراتي موقف او نظر سره توپیر لري.