د هند او پاکستان د نښتو تازه خبرونه؛ ښکاري د ټرمپ هڅې په اوبو لاهو شوې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن ناوخته د هند او پاکستان ترمنځ د بشپړ او بېړني اوربند هوکړې خبر ورکړ؛ خو څو ساعته لا نه و تېر چې اوربند نقض شو.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر وزیر اعلی عمر عبدالله پر اېکس ویلي، چې د کشمیر د سرینګر ښار پر هر لور د چاودنو غږونه اورېدل کیږي، په « اوربند څه بلا وشوه؟!»
د ټایمز اف انډیا خبر ورکړی، چې پاکستان له اوربند څو ساعته وروسته اوربند مات کړ او بې پیلوټه الوتکې یې د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر ته استولې دي.
بلخوا الجزېرې تلوېزیون هم د هندي چارواکو له قوله ویلي، چې پاکستان د اوربند هوکړه نقض کړې.
ټولنیزو رسنیو کې تازه خپرو شویو ویډیوګانو کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کیږي او هغه سیمه د هند تر ولکې لاندې کشمیر سرینګر ښار یادېږي.
د هند او پاکستان ترمنځ د تازه نښتو خبرونه په داسې حال کې ورکول کیږي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ نن ناوخته د دواړو هېوادونو تر منځ د اوربند هوکړې خبر ورکړ او ویې ویل، « د یوې اوږدې شپې خبرو وروسته دا اوربند ټینګ شوی، خوشحاله یم او دواړو لوریو ته مبارکي وایم.»