د اټومي انرژۍ نړېوال سازمان مشر تهران ته تللی
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اټومي انرژۍ نړېوال سازمان رئیس رافائل ګروسي له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته راغلی او یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سره یې کتلي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په خبر کې راغلي، دې کتنه کې دواړو لوریو هیله ښودلې چې د ایران اټومي پروګرام په اړه د ایران او امریکا ترمنځ خبرې تر یوې مطلوبې پاپلې پورې دوام وکړي.
بلخوا عباس عراقچي د اټومي انرژۍ نړېوال سازمان غوښتي چې د نورو له فشارونو پرته دې خپل تخنیکي او مسلکي رول ته دوام ورکړي.
د اټومي انرژۍ نړېوال سازمان رئیس داسې مهال تهران ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ د راتلونکې شنبې په ورځ د عمان پلازمېنه مسقط کې دویم پړاو غیري مستقیمي خبرې پیل شي.