د روسیې بهرنیو چارو وزیر: هېواد به یې هېڅکله بیا په لویدیځ تکیه ونه کړي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر: هېواد به یې هېڅکله بیا په لویدیځ تکیه ونه کړي سیمه
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، له امریکا سره د اوکرایین سولې پرېکړه لیک اسانه نه دی او روسیه به هېڅکله له اقتصادي اړخه په لویدیځ تکیه ونه کړي.

لاوروف له کامرسانټ ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه چې نن سه شنبه خپره شوې ویلي، چې  روسیه به هېڅکله دوه اړخیزه ګټوره موافقه رد نه کړي او زیاته کړې ده، چې د هغې موافقې په اړه هم پوهیږي چې د دوی لپاره لومه ده.

نوموړي د امریکا له لوري پر روسیې، چین او ایران بندیزونو ته په اشارې ویلي، نور پر نړۍ د اقتصادي راج چلولو دور پای ته رسېدلی دی.

لاوروف د مسکو پر دریځ ټېنګار کړی او ویلي یې دي، اوکرایین باید د ناټو له غړیتوب لاس په سر شي او ټول بهرني سرتېري دې ترې ووځي.

نوموړي په عین حال کې ویلي، د اوکرایین نیول شوې ځمکې به په هیڅ ډول پرینږدي.

رویټرز خبري اژانس وايي، روسیه دا مهال د اوکرایین له پنځو پر یوه برخه واکمنه ده او د پاتې څلورو نورو د نیولو په لټه کې ده.

تړلي موضوعات