ایران له امریکا سره د لوړې کچې خبرې اترې اعلان کړې

ایران له امریکا سره د لوړې کچې خبرې اترې اعلان کړې سیمه
د ایران او امرکیاکا ترمنځ د کړکېچ هواري هڅې

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، ایران د خپلو اټومي تاسیساتو په موخه له امریکا سره راتلونکې شنبې ورځ په عمان کې خبرې پیلوي.

عراقچي نن سه شنبه سهار واشنګټن سره د لوړې کچې غیري مستقیمو خبرو اعلان وروسته له هغې وکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه سپینه ماڼۍ کې د یوې ناستې په مهال د دغو خبرو لپاره د ایران چمتوالی یاد کړ.

عراقچي په خپل اېکس لیکلي، دا یو فرصت او یوه ازموینه ده، توپ د امریکا په میدان کې دی.

د ایران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ او د ټرمپ له لوري وروستۍ توندې څرګندونې د ګڼو هېوادونو له لوري په سیمه کې د اندېښنو زیاتېدل یاد شوي.

ټرمپ د ولسمشرۍ په تېر او اوسنۍ دوره کې پر ایران د اعظمي فشار پالیسي غوره کړې او دغه پالیسي بیا ایراني چارواکي د دوی پر خپلواکۍ تېری بولي.

تړلي موضوعات