ګاونډ او سیمې ته د ایران خبرداری؛ د امریکا پوځي اډې به په نښه کړو!

ګاونډ او سیمې ته د ایران خبرداری؛ د امریکا پوځي اډې به په نښه کړو! سیمه
انځور ارشیف

تهران د انقرې په ګډون هغو عربي هېوادونو ته چې امریکا پکې پوځي اډې لري ګواښ کړی، که له خاورې یې پر دوی برید وشي، دوی به یې په نښه کړي.

د ترکیې په ګډون، متحده عربي امارات، بحرین، قطر، کوېټ او عراق هغه هېوادونه دي چې دمګړۍ پکې امریکا پوځي اډي لري.

رویټرز خبري اژانس ایران کې د یوې پټې سرچېنې له قوله ویلي، د ترکیې په ګډون په یادو عربي هېوادونو کې امریکا نظامي اډې لري چې د دوی له خاورې برید ته به بالمثل عمل وښيي.

رویټرز خبري اژانس دا هم ویلي، چې ایران دا مهال له امریکا سره د خپلو اټومي تاسیساتو په اړه د عمان له لارې غیري مستقیمو خبرو لپاره چمتو دی.

راپور کې زیاته شوې، د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه اي خپلو وسله والو ځواکونو ته د تېارسۍ امر کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا واک ته له رسېدو سره په سوریه، یمن، لبنان، فلسطین او یو شمېر نورو هېوادونو کې کړکېچونه زیات شوي چې ورسره د نفتي موادو صادروونکي هېوادونه له اندېښنو سره مخ دي.

تړلي موضوعات