تېره میاشت پاکستان کې ترسره شوې امنیت ضد پېښې بې سارې دي
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ (PICSS) وايي، تېره مارچ میاشت په دغه هېواد کې ترسره شوي بریدونه له ۲۰۱۴ کلونو راپدېخوا تر ټولو زیات و.
د دغه انسټېټیوټ د معلوماتو له مخې، تېره میاشت پاکستان کې ۱۰۵ د امنیت ضد پېښې شوې دي چې له امله یې د سلګونو کسانو مړینه پکې ثبت شوې، چې له ډلې یې ۷۳ تنه یې امنیتي ځواکونه دي.
ډان معتبرې پاکستاني ورځپاڼې راپور کې ویلي، د تېرې میاشتې په بریدونو کې ۲۵۸ تنه ټپیان شوي، چې له ډلې یې ۱۲۹ تنه امنیتي ځواکونه دي.
راپور کې راغلي، د پاکستان نورو ایالتونو سربېره تېره میاشت پنجاب ایالت کې سخت وسلوال بریدونه ترسره شوي دي.
بلخوا په هغه هېواد کې خپلواکې رسنۍ د تېرې میاشتې په امنیتي پېښو کې پوځ ته اوښتې مرګژوبله لوړه ښيي.
پاکستاني شنونکي په هغه هېواد کې د ترینګلی امنیتي وضعیت پړه د پاکستاني حکومت ناسم سیاست بولي.