له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پیلیږي

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پیلیږي سیمه
انځور ارشیف

پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل پای ته رسېدو سره د نورو کډوالو د اېستلو لړۍ نن پنجشنبه پیلیږي.

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې پېښور کې د افغان کمېشنرۍ یوه لوړ پوړ چارواکي له قوله ویلي، که څه هم ټولو افغان کډوالو ته د ستنېدو نېټه د مارچ ۳۱ مه ټاکل شوې وه خو د کوچني اختر په مناسبت دا نېټه دوه ورځې غځیدلې وه.

د کډوالو بېرته ستنولو لپاره په لنډي کوتل او ناصر باغ پر سړک دوه کمپونه جوړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې،  د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې ټولټال نږدې ۷۰ زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دغې ادارې له پاکستاني حکومت د کډوالو ستنېدو په برخه کې د انساني چلند غوښتنه کړې ده.

تړلي موضوعات