زلمی خلیلزاد: د پاکستان اوسنی حکومت هلته د درې اړخیز بحران مسئول دی

زلمی خلیلزاد: د پاکستان اوسنی حکومت هلته د درې اړخیز بحران مسئول دی سیمه
انځور ارشیف

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د پاکستان حکومت د امنیت، سیاست او اقتصادي هوساینې چې خلیلزاد ورته درې اړخیز بحران نوم ورکړی، مسئول ګڼلی دی.

زلمي خلیلزاد په خپل اېکس لیکلي، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان باید له بنده خوشی او د تحریک انصاف، حاکم جوړښت او د حکومت اصلي لابي ګرانو ترمنځ د سیاسي نقشې رسمولو خبرې اترې وشي.

خلیلزاد همداراز لیکلي، پاکستان کې بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده، او هغه یې حل ازادې او منصفانه ټاکنې ښودلي.

نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې اوس کې پاکستان له سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ، او ورځ تر بلې پکې د نا امنیو لمن پراخیږي.

تړلي موضوعات