د حقانیه مدرسې چاودنه کې مولانا حامد الحق هم په شهادت رسېدلی
د پاکستان جیو نیوز تازه خبر ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا حقانیه مدرسې ننۍ چاودنه کې د دې مدرسې او د پاکستان جمعیت علماء اسلام مشر مولانا حامد الحق هم په شهادت رسېدلی
د حقانیه مدرسې چاودنې په اړه پاکستانۍ ډان ورځپاڼې وړاندې ویلي و، چې دې چاودنه کې ۳ کسان شهیدان شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي، چې لومړنیو پلټنو له مخې برید ځان وژونکي بریدګر کړی دی.
د پولیسو یاد مشر زیاته کړې، چې د دې برید هدف مولانا حامد الحق و.
بلخوا د سیاسي چارو شنونکي د دې چاودنې په غبرګون کې وايي، چې دا د پاکستاني څارګرو ادارو او خوارجو د هغه شوم پلان برخه ده چې غواړي په سېمه کې د اهل السنت و الجماعت ستر دیني او تعلیمي مراکز او شخصیتونه له منځه یووسي.
د یادونې وړ ده، چې د دې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې داعشي خوارج خیبرپښتونخوا کې ځینو دیني مدرسو او دیني علماوو په نښه کولو پلان لري.