د خیبرپښتونخوا حقانیه مدرسه کې چاودنه؛ ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې نن ماسپښین د خیبرپښتونخوا اکوړه خټک سیمې حقانیه مدرسه کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
ډان د ځايي امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې دې چاودنه کې ۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپیان دي.
ډان زیاته کړې، چې چاودنه د جمعې لمانځه پر مهال شوې او ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي، چې لومړنیو پلټنو له مخې برید ځان وژونکي بریدګر کړی دی.
د پولیسو یاد مشر زیاته کړې، چې د دې برید هدف د پاکستان جمعیت علماء اسلام ډلې مشر مولانا حامد الحق و، چې پاکستاني رسنیو د نوموړي د سخت ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د دې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې داعشي خوارج خیبرپښتونخوا کې ځینو دیني مدرسو او دیني علماوو په نښه کولو پلان لري.