نومونه او ګلونه

نومونه او ګلونه ټولنیزې

په دې لیکنه کې یواځې د ټولنې ذهنیت ته په پام سره ځینې سپارښتنې کیږي، له دیني اړخه د نوم ایښودو بحث بېل دی.

ماشومان د ګلونو غوندې دي. نو ماشومانو ته د نوم ایښودو په وخت کوم ټکي باید په پام کې ونیسو؟

ممکن پر ماشوم مو د نوم له ایښودلو، ډېر ستونزمن کارونه په مخ کې پراته وي، خو دا هم اسان کار نه دی. په دې برخه کې هر ډول اشتباه کېدای شي چې دماشوم اویا ستاسو ژوند ته سرخوږی شي. 

د دې لپاره ښه داده تر څو دهغو کسانو کیسې واورو چې په دې برخه کې تجربې لري.

لومړی: ځینو میندو او پلرونو ته دخپل ماشومتوب د وخت نومونه خوند ورکوي او یوه ورځ یې دخپلو ماشومانو لپاره انتخابوي. ښایي دا نوم به ستاسو په وخت کې رواج و خو په دې وخت کې چې ستاسو ماشوم پکې رالوییږي، آیا اوس هم خلک دا نوم خوښوي؟ دې ټکي ته خامخا پام وکړئ. که ماشوم ته مو خوښ کړی نوم اوس هم دخلکو خوښ وي، توپیر نه کوي او کنه مه يې پرې ږدئ.

دویم: که مو پر ماشوم داسې نوم ایښی وي چې ډېر نا اشنا مالومیږي او تاسو یې خپله هم په سختۍ سره تلفظ کوئ او یا هم په لیکلو کې ستونزمن وي؛ ښه ده چې بیا پرې غور وکړئ. ستاسو ماشوم له همدې نوم سره لوییږي او په ټولنه کې یې نور کسان په همدې نوم پېژني. 

داسي تصور وکړئ چې کله مو هم ماشوم نورو ته ځان ورپېژني، نو باید خپل نوم سم تلفظ کړای شي، ځکه چې هغه ته مو نا اشنا او سخت نوم انتخاب کړی دی. ممکن نور کسان مو ماشوم له همدې امله ریشخند کړي.

درېیم: زموږ په ټولنه کې نېکونه او نیاګانې په کورنیو کې د ډېر واک څښتن وي، ځکه نو ډېر کله ماشومانو ته همدوی نومونه انتخابوي. دا ښه خبره ده چې په کورونو کې مشرانو ته په درنه سترګه کتل کیږي خو دوی په خپل وخت کې دکورنۍ دښه ژوند لپاره ستونزې ګاللې دي او اوس نو ځينې مسایل باید ځوانانو ته پرېږدي. دا ماشوم د هغه چا اولاد دی چې د ماشوم ټولې ستونزې دوی ګالي، ځکه خو نو باید دنوم انتخاب هم ددوی حق وي.


څلورم: تاسو دخپل ماشوم لپاره له هره اړخه ښه او ښکلی نوم انتخاب کړی دی خو ستاسو له کورنۍ نوم سره یو ځای ښه نه لوستل کیږي. زما سپارښتنه داده چې که مو هر څو ښکلی نوم غوره کړی دی خو ترې تېر شئ. دده خپل نوم او د کورنۍ نوم مو باید د یو او بل ترڅنګ ښکلي مالوم شي.

پنځم: که تاسو د لومړي ځل لپاره مور او یا هم پلار کیږئ، خپل ماشوم ته مو داسې نوم غوره کړئ چې د راتلونکو ماشومانو د نوم انتخاب درته سخت نشي. یعنې دېته مو پام وي چې د دې ماشوم نوم د نورو راتلونکو ماشومانو له نوم سره ورته وي.

وروستی ټکی دادی چې ستاسو ماشوم لوییږي او همېشه خو به هم ماشوم نه وي. هغه به یوه ورځ ښوونځي ته ځي، پوهنتون به لولي، په ټولنه کې به دیوه نوم څښتن کیږي، ځکه نو ورته داسې نوم خوښ کړئ چې د ژوند په ټولو وختونو کې ښکلی او اغېزناک وي.

تړلي موضوعات