يوازې يو تمرين مو عمر تر لسو کلونو اوږدولی شي
نويو څېړنو ښودلې چې په منظم ډول يوه ورزشي کړنه د انسان عمر نږدې لس کاله اوږدولی شي، په دې معنا چې د انسان روغتيا ته دومره ګټه رسوي چې که دا کړنه ترسره کړي؛ د ناروغيو به ژر پرې زور و نه رسېږي.
روغتيا پوهان وايي چې يوازې همدا يو تمرين په ورته وخت کې د زړه د رګونو د روغتيا ملاتړ کوي، د وينې د غوړو اندازه راکموي او د ټول بدن رګونه پاکوي.
طبي څېړنې ښيي چې هر ډول هوايي تمرينونه د انسان د بدن فزيکي ښه والي او د روان لپاره اساسي ارزښت لري. دغه راز کوم لويان چې په منظم ډول د متوسطې سختۍ لرونکي فزيکي فعاليتونه ترسره کوي، تر ۷ کلونو يې د عمر د اوږدېدا تمه شته. د ټېنس لوبه په ځانګړي ډول ياده شوې ده چې علمي راپورونو يو اغېزناک تمرين بللی دی او ويلي يې دي چې که په منظم ډول ترسره شي، تر ۹.۷ اضافي کلونو پورې د انسان روغتيا ساتلی شي. په بل عبارت د انسان عمر د همدغومره کلونو لپاره اوږدولی شي.
د ټېنس فزیکي او رواني ګټې
ناتاشا تافاریز چې د «Muscle Booster» شرکت باوري شخصي روزونکې ده، وايي: «ټېنس یو پیاوړی او سخت ورزش دی چې د زړه او رګونو روغتیا ته ګټه رسوي، او د بدن د غړو په ځانګړي ډول د لاس د پنجې (موټي) ځواک پیاوړی کوي، چې دا د ورځني فعالیت لپاره ډېر مهم دی».
هغې زیاته کړې ده، چې «په ګډ ډول دواړه هوايي او سخت تمرينونه ترسره کول د عمر د اوږدوالي او د صحي ژوند درلودو لپاره ترټولو غوره نسخه ده چې ټېنس دا دواړه ځانګړنې لري او په بشپړ ډول همدا ګټه انسان ته ورکوي، په ځانګړي ډول چې د انسان ژوند له نورو اړخونو هم سالم وي».
تافارېز ټینګار کړی چې دا ګټې یوازې فزیکي نه دي بلکې «ټېنس یو ټولنیز ورزش دی، چې نورو سره د تعامل له لارې رواني روغتیا هم پیاوړې کوي، او د لوبې پر مهال دلچسپي هم زیاتوي».
د زړه ساتنه او د رګونو پاکوالی
له طبي پلوه څرګنده شوې چې ټینس غوندې هوايي تمرینونه د زړه عضله پیاوړې کوي او د بدن ټولو برخو ته اکسیجن لرونکې وينه په ښه ډول رسوي. دا ورزش د وینې فشار کموي او د وینې جریان ښه کوي.
نورې څېړنې وایي چې ټینس د ګټور کولېسټرول (HDL) کچه لوړوي او ضرري کولېسټرول (LDL) کموي، چې دا کار د رګونو دننه د غوړو د راټولېدو ګواښ کموي او په پایله کې د زړه د ناروغیو مخه نیسي.
د ټینس بدیلونه
که څه هم ټینس له روغتیايي پلوه تر ټولو غوره ورزش ګڼل شوی، خو دا چې هر چا ته ښايي مناسب نه وي يا يې د بېلا بېلو لاملونو له کبله ترسره نه کړی شي، نو تافاریز وایي چې د «بډمنټن» په څېر اغېزمن بدیلونه شته ځکه چې له ټېنس سره ورته والی لري ځکه چې دا دواړه لوبې نږدې په يو ډول ترسره کېږي.
ټېنس لوړ فزیکي فعاليت غواړي، خو بډمنټن هم په دې برخه کې ښې پايلې درلودلې دي او اټکل کیږي چې د روغتيا په ښه کولو تر ۶.۲ کاله پورې د انسان عمر اوږدولی شي.