ډېر کار کول مو له ۸ لارو ژوند تباه کوي!
دا چې ورځ له بلې ژوند په منډه بدلېږي، ډېر خلک هڅه کوي چې خپل کار کې د بریا په پار یا د لوړ لرلو په موخه خپل کاري وخت ډېر کړي. خو د متخصصينو په اند دا ډېر کار کول ستاسو په بدني او رواني روغتیا سختې منفي اغېزې درلودی شي. نيويارک پوسټ کې په خپاره شوي دې مطلب کې د ډېر کار کولو زیانونو باندې خبره شوې او ترې د ځان ساتلو لپاره عملي حللارې وړاندې شوي، څو وکولای شو په خپل ژوند کې توازن او روغتیا وساتو.
۱. د پوستکي ستونزې: له وخته مخکې زړښت او ځوانکې راوتل
له توانه پورته کار کول مزمن فشار او بې خوبي رامنځته کوي، چې دا د انسان په پوستکي منفي اغېز لري. د پرېشانۍ هورمون (کورټيزول) د غوړو توليد زياتوي، چې له امله يې د پوستکي سوري بندېږي او د ځوانکو د راپيدا کېدو لامل کېږي. دغه راز که د چا دنده داسې وي، چې کمپيوټر او سکرينونه بايد وکاروي، نو له دې وسايلو او فلوروسنټ څراغونو راوتونکې له وخته مخکې د زړښت لامل کېږي او د پوستکي د سرطان ګواښ زياتوي. دغه راز د دفتر دننه ډېر وخت پاتې کېدل او لمر ته نه ښکاره کېدل د وټامن ډي د کمښت لامل کېږي، چې له امله يې د پوستکي ځلا له منځه ځي او انسان له وخته مخکې زوړ ښکاري.
حللارې:
- کافي خوب کول چې روغتيا پوهان يې له ۷ تر ۹ ساعتونو پورې ټينګار کوي.
- ډېرې اوبه څښل.
- په انټياکسيډاڼټ بډای خواړه خوړل، (میوې، سبزي، ماهي).
- د ویټامین C او هایالورونیک اسید لرونکو محصولاتو کارول.
- د وټامن ډي ترلاسه کولو په پار تازه هوا ته وتل.
۲. د سترګو ستړیا او د لید ستونزې
په پرلهپسې توګه سکرينونو ته کتل سترګې ستړې کوي، د سترګو د وچوالي لامل کېږي او لید کمزوری کوي، چې دا کار بيا د سر دردۍ او روښانه نه ليد لامل ګرځي.
حللارې:
- هرې ۲۰ دقيقې وروسته د "۲۰-۲۰-۲۰ قاعده" پلې کول، يعنې هرې شل دقيقې وروسته د شلو ثانيو لپاره شل ګامه وړاندې ځای ته ځیر شه.
- کمپیوټر يا سکرين د سترګو له کچې لږ ښکته او دوه فټه لرې کېږده.
- د سترګو مرطوبوونکي څاڅکي کارول.
- د کمپیوټر کارونې لپاره ځانګړې عینکې کارول.
۳. د زړه ناروغۍ او سکتې خطر
د روغتيا د نړيوال سازمان له معلوماتو سره سم په اوونۍ کې له ۵۵ساعتونو ډېر کار کول، د دماغي سکتې ګواښ ۳۵٪ او د زړه د ناروغیو ګواښ ۱۷٪ زیاتوي. دا چاره دغه راز مزمن فشار د وینې فشار او د کولېسټېرول کچه لوړوي. بل پلو اوږده ناسته د وینې د لخته کېدو، بې خوبۍ او د خوړنيزو ناسمو عادتونو لامل ګرځي، چې دا حالت لا پسې خرابوي.
حللارې:
- په ورځينۍ توګه ۳۰ دقيقې تمرين کول.
- د شپې له مخې له ۷ تر ۹ ساعتونو خوب کول.
- صحي خوراک کول (میوې، سبزي او حبوبات).
- د ژور تنفس او فکر کولو له لارې اندېښنې کمول.
۴. چاغښت او زیات وزن
د اوږدې مودې لپاره کار کول د صحي خوړو چمتو کولو لپاره وخت کموي او دا خلک دې ته اړ باسي چې له غوړيو او مالګې ډک، تيار پاخه شوي غذايي توکي (فاسټ فود) وخوري. اوږد کار کول دغه راز د لږ حرکت او فزيکي فعاليت لامل ګرځي، ورسره د خوراک وختونه نه مراعت کېږي او له امله يې سړی ډېر خوراک کوي.، چې په نتيجه کې چاغښت رامنځته کېږي او دا په شکره او د زړه په ناروغيو د اخته کېدو ګواښ زياتوي.
حللارې:
- د کار پر مهال کله کله درېدل او د ناستې په ځای په ولاړه کار کول، چې ناسته کمه شي.
- صحي خواړه خوړل او له فاسټ فوډ نه ډډه کول.
- سپک ورزشونه کول، لکه پلی تګ يا بايسکل چلول.
۵. د غاړې او ملا درد
د اوږدې مودې لپاره د ناسمې ناستې له امله د غاړې (نږدې ۶۹٪کارکوونکي) او ملا (نږدې ۵۱٪) دردونه رامنځته کېږي. خراب دفتري تنظیمات لکه نامناسبې ښيښې یا ستړې کوونکې څوکۍ دا دردونه نور هم زیاتوي.
حللارې:
- د غځېدو او ګرځېدو لنډې دمې اخيستل.
- ارام بښونکې څوکۍ او مناسب وسايل کارول.
- د دفتر روښنايي برابرول چې د کارکوونکي د ستړيا لامل نه شي.
۶. د هاضمي سیستم ګډوډۍ
د اوږدې ناستې او فشار له امله کولمو ته د وینې جریان کمېږي، چې له امله يې قبض، د ګېډې پړسوب او ناراحتي رامنځته کېږي.
حللارې:
- لږ لږ او په فايبر بډای خواړه خوړل.
- ډېرې اوبه څښل،
- د کولمو د ملاتړ لپاره پروبيوټيک کارول.
- فکر کول يا نور تمرينونه کول.
۷. کمزوری معافیتي سیستم
مزمن فشار او کم خوب د وینې د سپينو حجرو وړتيا کموي، چې له امله یې بدن د انفلونزا او زکام په وړاندې کمزوری کېږي.
حللارې:
- کافي خوب کول.
- د فشار کمولو لپاره مراقبه کول.
- شخصي نظافت ته پام او واکسینونه تازه ساتل.
۸. خپګان او اضطراب
په اوونۍ کې له ۴۸ ساعتونو زیات کار کول د خپګان او اضطراب ګواښ زیاتوي او دا حالت کله ښايي تر رواني ستونزو پورې ورسي. ټولنې سره اړيکې له پامه غورځول او یوازېتوب دا حالت لا پسې خرابوي.
حللارې:
- کافي خوب کول.
- د ذهني ارام لپاره لنډې دمې اخیستل.
- د کار او شخصي ژوند ترمنځ واضحه پوله ټاکل.