طبیعي آفات څنګه مدیریت شول؟
دې وروستیو کې د هېواد شمال، شمال ختیځ، سوېل او لوېدیځ کې شاوخوا ۱۳ ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهدان وو، خو د تېرې جمعې ورځې ویجاړوونکو سېلابونو بیا شمالي ولایتونو (بغلان، بدخشان، غور او هرات) کې نږدې ۳۵۰ تنه شهیدان، د ۱۷ سوو په شاوخوا کې خلک ژوبل او په سلګونو څاروي یې تلف کړل.
طبیعي آفات په نړۍ کې یو معمول دی، خو د دغو آفاتو ښۀ مدیریت او خپلو ولسونو ته رسېدنه بیا هېوادونو کې د مسوولو چارواکو کړنو پورې اړوند کیږي.
افغانستان چې د اشغال تر آفت وروسته پرلپسې څو طبیعي آفاتو وځپه، هر وار په کې مسوولو چارواکو تر بل ځل په ښه بڼه د خپل ولس ژغورنې لپاره افات مدیریت کړل.
تر اوسنیو سېلابونو وړاندې د پکتیکا او هرات زلزلو کې هم د اسلامي امارت لخوا خپلو ولسونو ته بې دریغه اقدامات وشول. تازه د سېلابونو څپې حکومت او رعیت په بو بل الهي امتحان کې واچاوه، خو لکه د تېر غوندې یو وار بیا اسلامي امارت له سېلاب ځپلو سره غم شریکي په عمل کې څرګنده کړه او د خپل ولس د دفاع او رفاع لپاره یې د ژغورنې ډګر ته ودانګل.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت او کډوالو چارو وزارتونو دغو سېلاب ځپلو ته د غوره رسېدنې لپاره له یو شمېر نړیوالو بنسټونو سره بېړنۍ ناستې وکړې او د دې وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ یې سېلاب ځپلو ته د رسېدنې په موخه د بېړنۍ بودیجې په برابرولو کار وکړ.
اسلامي امارت چې د پکتیکا او هرات زلزله ځپلو سره مرسته کې پوره ستړې کړې وې، تېرو تجربو ته په کتو لا ښه پلان او بریالیو هڅو باندې د بغلان، بدخشان او هرات ولایتونو کې د خلکو ژغورنې لپاره مخته شول.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون فوق العاده غونډه کې سېلاب ځپلو ته د رسېدنې لپاره کمېټې جوړې او په توره شپه یې خپلو ولسونو ته د رسېدنې په موخه بغلان ته سفر وکړ.
بغلان چې سېلابونو تر نورو ولایاتو ډېر وځپۀ، د خپل ولایت مسوولین یې له والي څخه تر عادي مسوول پورې ټول ساحې کې حاضر شول او د خپلو ولسونو د ژغورنې لپاره یې سېلابي خټو باندې ځانونه ورنګول.
دغه راز د ټولګټو چارو وزیر د بغلان کاري ټیم او ماشینرۍ سربېره په کندز او سمنګان ولایتونو کې هم د خپلو ریاستونو پرسونل او ماشینري د بغلان ولایت سېلاب ځپلو خلکو سره د همکارۍ په موخه سیمې ته ولېږلې.
ملي دفاع وزارت هم خپل هوایي ځواک، د انجنیري سیمه ییزې لوا، د قطعاتو مسوولینو او د ۲۱۷ عمري قول اردو ته لارښوونه وکړه، چې ټولو امکاناتو څخه په استفادې دې له هېڅ ډول مرستې درېغ ونه کړي.
که څه هم دا طبیعي پېښې سترې غمیزې او خواشینوونکې دي، خو په همدومره سختو شرایطو کې د اسلامي امارت د مسوولینو او سرتېرو ستړې او خواري، خواخوږۍ او مهربانۍ هغه څه دي، چې په لیدو یې دردېدلي زړونه ملحم کیږي.
له دې هڅو جوتیږي چې دا ولس په رښتیا هم د دې مشرانو او دا مشران د همدې ولس بچي دي.
د مشرۍ وړ خلک همداسې د خدای تعالی له لارې خبر مشران دي، چې د خلکو له منځه وي او ولس باندې سختۍ کې د خدای د رضا لپاره خدمت کوي.
ټولنیزو رسنیو کې چې د مجاهدینو او مسوولینو ستړې څېرې او د هلو - ځلو انځورونه لاس په لاس کیږي، یقیناً انسان دې احساس ته رسوي چې زموږ د دولت مشران د ولس له بطنه پیدا، د ولس په ژبه اګا او دردمند خلک دي.
که له يوې خوا مو دغه طبیعي آفات، د ولس درد او غم ژړوي، خو بل لور ته مو د خپل اسلامي پوځ او د مشرانو ايثار او نه درېغوونکې قرباني پر زړونو سکون او ارامي راولي.
په خټو لت - پت ستړي مسوولین او امنیتي ځواکونه چې د هېواد د امنیت او حفاظت مسوولیت هم ور ترغاړې دی، د دغه ډول طبیعي پېښو پرمهال د خپلو هېوادوالو لاسنیوي لپاره اشر کوي. هماغه چورلکې چې د اشغال پرمهال یې ولسونو باندې بمونه ورول، اوس په کې ولسونه له مرګونو ژغورل کیږي. دا د رب ستر انعام دی.
له دې هڅو او منډو - ترړو معلومیږي، چې اسلامي امارت سره د ولس غم دی. له همدې امله د خپل ولس په هره خوښۍ او غم کې ځانونه شريک بولي.
د یو هېواد استازيتوب او مشري باید همداسې رښتیني بچي وکړي، چې د خپلو اتلولیو پرمټ خپل هېواد او هېوادوالو ته ویاړ وبښي او خوښي ورکړي.
داسې مشران په رښتیني معنا د هېواد ژغورنې اتلان دي.
افغان خاورې او ولس د استقلال لپاره دې خلکو ډېرې هسکې او ټيټې ولیدې، خو نۀ یې ولس هېر کړ او نۀ یې خپله خاوره بې څښتنه کړه.
د نړۍ په کمو واکمنانو کې به د ترحم او مهربانۍ دغه ډول بېلګې وموندل شي.
د اسلامي نظام خوند همدې کې دی، چې دا نظام خپل ټول ولس او رعیت اولادونه ګڼي او رعیت هم مهربانۍ کې خپل نظام ته د خپل مور او پلار څخه په کمه سترګه نه ګوري.
د اسلامي امارت ترڅنګ د نورو افغانانو او مسلمانانو هم مسوولیت جوړیږي، چې په داسې غمیزو کې له خپل نظام سره ودریږي او هېڅ ډول همکاري او لاسنیوی درېغ نه کړي.
اسلامي امارت چې دغه ډول آفاتو کې ولسونو ته په عادلانه توګه د رسېدنې هڅه کوي، خپل رعیت ته یې د همدې پاملرنې له امله د امیدوارۍ هیلې غوړولي.
افغان ولس باید د خپلو دې مشفقو مشرانو شفقت او صلي رحمي هېره نه کړي او هېچاته اجازه ورنه کړي، چې د خپل دومره مشفق نظام پر خلاف فکري یا فزیکي مخالفت ته په لمن وهلو د افغان ولس فکرونه وپاشي.