هېوادونو لپاره د کومو کادرونو اړتیا وي؟
د هېوادونو پرمختګ او هوساینې لپاره په هر دور کې د خپل مسلک اړوندکادرونه کار کوي. لکه څنګه چې د پرمختګ له پلوه هېوادونه په وروسته پاتې، مخ پر ودې او پرمختللو باندې وېشل شوي، دغه ډول د کادرونو د لرلو له امله هم په درې برخو باندې تقسمیږي. ځینې هېوادونه بهرني یا خارجي اتباعو څخه د کادرونو په توګه ګټه اخلي. یو شمېر نور د هماغه هېواد خپل، خو اجوره یي کادرونه وي، چې د پیسو او سهولتونو په بدل کې د خپل هېواد لپاره کار کوي او ځینې نور کادرونه بیا په اسلامي روحیې سمبال وطني بچي وي، چې همېش ورته اسلامیت، د هېواد استقلالیت او پرمختګ لومړیتوب لري.
نړۍ کې ډېری هېوادونه شته، چې د نورو هېوادونو په کادرونو خپلې روزمره چارې تنظیموي. دغه کادرونه پردیو هېوادونو کې له مالي امتیازاتو نیولې تر سیاسي، مذهبي، استخباراتي او د بېلابېلو نورو امتیازاتو په بدل کې خپلې علمي او فکري پانګې په کار اچوي.
دوی که له یوې خوا نورو هېوادونو ته د خپلې پوهې پر مټ ګټه رسوي، خو له بل پلوه د مذهبي، سیاسي او مالي امتیازاتو له امله د وطن او ولس راتلونکی فکري برخلیک مخشوش کوي. د هېوادونو لخوا د دغه ډول کادرونو څخه په دوامداره توګه استفاده کولی شي، په وطن کې د ټولېدلو کادرونو د ناهیلۍ باعث وګرځي؛ ځکه د خارجي کادرونو د شتون له وجې وطني کادرونو ته نۀ ډېر وخت ورکول کیږي او نه پرې په خلاص زړۀ باور کېدای شي. دغه ډول خارجي کادرونه د هېواد او ولس د دردونو او ستونزو لپاره پټۍ نشي کېدی.
د کادرونو دوهمه بڼه بیا هغه اشخاص دي، چې په کور دننه یا بهر یې له اسلامي او هېوادني افکارو مطابق روزنه نه وي ترلاسه کړي. دوی په پردو فکرونو روزل شوي کادرونه وي. د داسې کادرونو کړنې او فکرونه د خارجي کادرونو سره کوم توپیر ځکه نه کوي، چې دوی خپل هېواد ته د هوټل په سترګه ګوري. کۀ خواړۀ او خدمات یې په زړۀ وو، په کې پاتې کیږي، که نه نو په هماغه ورځ ترې ځي او بل ځای کې کار او اوسېدل غوره کوي.
دغه ډول کادرونو خپل اسلامي او هېوادني احساسات وژلي وي او ټول تمرکز یې د کار په بدل کې د شخصي مادي او معنوي ګټو په ترلاسه کولو ورټول وي. دغسې اشخاصو ته کۀ هر څومره اسانتیاوې او سهولتونه برابر شي، د دوی فکري تمرکز به د اسلامي او ملي احساس پرځای پر ځان ښودنې (ریا) او د مادياتو په ترلاسه کولو وي.
دوی هېڅکله بدو ورځو کې هېواد سره د پاتې کېدو فکر نه لري؛ له همدې امله چې په وطن سخته راشي، دوی له سختې د وطن وېستلو پرځای خپل ځانونه وباسي او خپلو همفکرو خلکو څنګ ته په تښتې سره فرار کوي.
د دې ترڅنګ کۀ چېرې د دغه ډول کادرونو د فکر او عمل سره خلاف کوم ښۀ کار هم وي، دوی یې بدناموي او ټولنه کې یې د بدنامۍ او ناسمۍ لپاره تبلیغات کوي.
له بده مرغه داسې کادرونه هم د هېواد په هوساینه او بهبود کې کیمیا نشي کېدای؛ ځکه هغه کادرونه چې نه له دین سره مینه ولري او نه له هېواد سره په کې د احساس کوم څرک موجود وي، جعلي کادرونه دي او جعلي کادرونه همېش د پردیو دسیسو ښکار وي او د خپلو خلکو د درد لپاره په رښتینې معنا دوا نشي جوړېدای.
درېیم ډول کادرونه بیا هغه دي، چې په کور دننه او یا له هېواده بهر یې د خپل اسلامي او هېوادنۍ روحیې د بقا، سرلوړۍ او بهبود لپاره زده کړې کړې وي. د داسې کادرونو احساس او فکر په اسلامي او ملي اوبو خړوب وي.
دا کادرونه هڅه کوي نوم ورکي اوسي، خو اسلام او هېواد ته موثر.
دغه اشخاص د اسلام او وطن لپاره کار کې مادیت طلبۍ او ځان ښودنې ته هېڅکله فکر نه کوي. په دې روحیې سمبال کادرونه هر ډول سختۍ، مشکلات او ستونزې زغمي او د دغو مشکلاتو د خلاصون لپاره طبیبان او کاریګر جوړیږي.
دوی په لرونکي اسلامي او هېواد احساس باندې هېڅکله نه ستړي کیږي او د اسلامي افکارو ترویج ته په لومړیتوب ورکولو د خپل هېواد د بقا او بهبود لپاره هر ډول سختو حالاتو سره مبارزه کوي.
دغه کادرونه خپل هېواد هم کور ګڼي او هم ګور. دوی خپلو دندو کې د ناراسته مزودور پڅېر هره ګړۍ ساعت ته د رسمیاتو پوره کېدو لپاره نه ګوري؛ بلکې د اجر او ثواب په نیت شپه - ورځ د اسلام او هېواد ځلېدا لپاره نۀ ستړې کېدونکې هلې - ځلې کوي او بدلې یې له متعال خدای څخه غواړي.
دا کادرونه د اسلام او وطن لپاره په لوړه روحیه خدمت کولی او د ټولنې په پرمختګ کې رغنده رول لوبولی شي.
له نېکمرغه زموږ په خپل هېواد کې پر همداسې روحیې سمبال بې شمېره کادرونه لرو، چې په خپله برخه کې روزل شوي او باتجربه اشخاص دي.
دغو اشخاصو په دې وطن کې هر درد زغملی. سختۍ يې تېرې کړي. هره لحظه یې د مرګ له ګواښ سره مبارزه کړې.
دغه اسلام پاله وطني کادرونه که څومره هم کم تجربې وي، تر پورته دواړو ډوله کادرونو غوره دي.
اسلامي امارت هم په همدغو اسلام پالو وطني کادرونو باندې باور ته لومړیتوب ورکړی. نن د همدغې باور او د کادرونو د هڅو او زیار نتیجه ده، چې په قوش تېپې کانال باندې شپه - ورځ ګړندي کارونه روان دي. کمال خان درګرده تکمیلیږي، د ټاپي پروژې لپاره منظم ترتیبات جوړیږي، بریالی پولي سیاست پلی کیږي. د ټاپ پروژه، کاسا زر پروژه، د ازبکستان له سرخان دریا څخه د حیرتانو له لارې په کابل باندې تر تورخمه د اورګاډي خط تېرېدنه او نورې کوچنۍ یا سترې اقتصادي او رغنیزې پروژې چې ورځ تر بلې ورته هېواد کې چارې په سرعت او چټکۍ سره تنظیمیږي، د همدې اسلام پالو وطني کادرونو د هڅو بېلګې دي.
د هېواد روانو چارو او پرمختګونو ته په کتو دا انګېرنه کولی شو، چې دا هېواد به ډېر ژر د خپلو همدې اسلام پالو او هېوادپالو کادرونو پرمټ ډېر ژر راپورته او د سیمې په کچه به له سیالانو څخه لوړ شي.
په همدې هیله