د دوحې تړون، سرغړونې او ژمنتیاوې

د دوحې تړون، سرغړونې او ژمنتیاوې

څلور کاله وړاندې د حوت په لسمه دوحه کې د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک شو.
دا د ۲۱مې پېړۍ هغه تاريخي ورځ وه، چې په کې د افغانستان اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د یو نيم کلنو مذاکراتو وروسته افغان لوري برياليتوب خپل کړ او اشغالګرو سره یې له افغانستانه د وتلو تړون وکړ.

دغه تړون د دواړو لورو د مشرانو لخوا د ۶۰ هېوادونو او سازمانونه په حضور کې په داسې مهال لاسلیک شو، چې د تکبیر لوړو او درنو غږونو انګازې کولې.
تر تړون دمخه نږدې دوه لسیزې دغو اشغالګرو پر افغان ولس د هېڅ ډول بربریت سرپه ونه کړه. ودونه یې بمبارد کړل. چاپو کې یې په خواږۀ خوب ویده افغانان وویشتل. جنازو کې یې د بمونو په غورځولو نورې جنازې جوړې کړې. د اشغالګرو ړندو مرمیو او ډرون بریدونو ډېری کورنۍ بې سرپرسته او بچي یتیمان کړل.

زموږ د خاورې مشران او د دین لارویان یې د ګوانتانامو او بګرام په څېر بدرنګو زندانونو کې ترخو شکنجو ته مخامخ کړل.
خو افغان ولس د دې ټولو تکالیفو او دردونو باوجود د اشغالګرو په مقابل کې داسې مجاهده وکړه، چې نه یې سرونو ته کتل او نه خپلو مالونو ته.

جالبه دا چې د امریکا پر وړاندې د جهادي مبارزې غبرګوني پیل هم د حوت په لسمه باندې شروع شوی و.
هغه مهال د پکتیا شاهیکوټ په هسکو غرونو کې د شهید قومندان ملا سیف الرحمٰن منصور تقبله الله په قومنده د جهاد پیل شوی و.
د افغان ولس بچیو نږدې شل کلنې جهادي مبارزې کې اشغالګرو باندې داسې تالندي بریدونه وکړل، چې غاښونه یې ورته وبرېښول.

بلاخره دغو عقابي بریدونو رنګ راوړ او اشغالګرو له نظامي ناکامیو وروسته د خبرو مېز ته منډه کړه.
هغه متکبر اشغالګر چې مجاهدینو ته یې آن په غرونو کې د ژوند کولو حق نه ورکوو، د مبارزو او مجاهدو په پایله کې د خبرو مېز ته د ناستې لپاره اړ شول او د خپلې شرموونکې ماتې تړون یې په همدې ورځ له افغان مشرانو سره لاسلیک کړ.

په دې تړون سره کفري استکبار مات او افغان ولس په اسلامي تاریخ کې د ۲۱مې پېړۍ فاتحین وشمېرل شول.
تړون وشو. اشغالګر وشړل شول او دغه خاوره یو وار بیا د شهیدانو د وینو په برکت د اسلامي نظام له فېضه برخمنه شوه.
ټول هېواد کې د وینې بهېدنې روان بهیر چې د اشغالګرو د راتلو له امله پیل شوی و، د صبر او استقامت پايله کې په بشپړ ډول خاتمه وموندله.
دا د تل پاتې تاریخي معجزې ورځ خدای پر افغان ولس له ډېرو ستړیاو او هڅو وروسته ولیدله.
خو تر تړون وروسته ژمنتیا ډېره مهمه ده. که تېر نږدې دوه نیم کالو ته نظر واچوو، اسلامي امارت دغې تړون ته بشپړه ژمنتیا ښودلې او په بشپړ ډول یې عملي کړی دی.

افغانستان یې د یو مصوونې خاورې په توګه ګرځولې، چې هېڅوک ترې د بل هېواد پر ضد فعالیت نه شي کولی. هېواد کې یې د نشه یي توکو په څېر هغه برخې هم محوه کړې، چې افغانستان او نورې نړۍ ته ترې د زیان لمبه ور رسېده.

افغان خاوره تر یوه حکومت او قیادت لاندې په دومره منظم شکل راغی، چې د وېرې اچولو هېڅ ډلې - ټپلې په کې د پاتې کېدو جرئت ونه کړ. امنیت بشپړ برقرار شو او خلکو خپل هوسا ژوند ته مخه کړه.
دا هغه حقایق دي، چې سترګې پرې نشي پټېدلای.

خو که د تړون بلې غاړې ته نظر وکړو، نو شته ثبوتونو موږ ته په ډاګه کوي، چې امریکایي لوري په کراتو له دغه تړونه سرغړونه کړې. د افغانستان پر فضایي حریم یې تېری کړی، چې دا د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده. دغه راز یې د اسلامي امارت پر مشرانو لګول شوي بندیزونه، چې تر تړون وروسته یې باید د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ پای موندلی وی، لا هم پرځای پاتې دي.

د اسلامي امارت پر حکومت سیاسي او اقتصادي فشارونه لا هم نه دي سپک شوي. امریکا د نورو هغو هېوادونو مخې ته هم درېدلې ښکاري، چې هغوی له اسلامي امارت سره تعامل ته لېواله دي.
د امریکایي لوري د سرغړونو دغه ډول نورې بېلګې هم شته، چې تر تړون وروسته یې په کراتو نقض کړې دي، خو د اسلامي امارت مسوولین د اسلامي اصولو او اوامرو له مخې چې خدای متعال د وعدو او تړونونو پر ژمنتیا ټینګار کړی، هېڅکله د دغه تړون او ژمنې د ماتولو هڅه نه ده کړې.

څه ډول چې اسلامي امارت د دوحې تړون ټولو بندونو ته کلکه ژمنتیا ښودلې او له خپل لوري يې عملي کړی دی، همدغه ډول امریکایي لوري ته هم پکار ده، چې شوي تړون ته د ژمنتیا لپاره صادق پاتې شي.

امریکا او نړۍ په دې پوهیږي، چې اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لاره شتون نه لري.
که امریکایي لوری د تکراري او ناکامه کړنو پرمټ د دغې تړون مادې همداسې نقض کړي، نو د راتلونکي هر کړکېچ او کړاو پړه به د همدې لوري پرغاړه وي.

ګرده نړۍ پر دې پوهیږي، چې د دوحې دغې تړون پرمټ یوه اوږده جګړه پای ته ورسېده، هغه چې په غوڅ اکثریت یې امریکایي ولس هم د پای ته رسولو ملاتړی وو، نو اوس دغه تړون ته ژمنتیا یوازینۍ حل لاره او د ټولو ښکېلو اړخونو په ګټه ده، چې باید له پامه ونه غورځول شي.