د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملگرو ملتونو د نړیوالې ناستې پایلې ولې وننگول شوې؟

د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملگرو ملتونو د نړیوالې ناستې پایلې ولې وننگول شوې؟

دوه لسیزې وړاندې د ملگرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د بن کرغېړنه پرېکړه د لکونو افغانانو د وینو توېدو او دردېدو پیلامه وه، له هغې مخکې د بینن سوان او محمود مستیري استازولۍ، نه دا چې افغانانو ته هوسا سوله ییز ژوند ور په برخه کړ، بلکې په هېواد کې يې د اسلامي دولت د بریا او د خپلواک اسلامي افغانستان د تاسیس د بنسټ ډبره ونړوله؛ له هغه مخکې هم پر هېواد د سرو لښکرو د یرغل په مهال د ملگرو ملتونو هڅو او د افغانستان لپاره يې ځانگړو استازو ونه شو کولای د څه له پاڅه یو نیم میلیون افغانانو د وینو مخنیوی وکړي او د روسي ښکیلاک د وحشت مخه ونیسي.


له تېرو دوه نیمو کلونو راپدېخوا، هغه مهال چې د افغان ولس د شل کلنې مبارزې او سرښندنې په پایله کې امریکايي او غربي ښکیلاگر په افغانستان کې ناکام او مات شول، نړیوالې ټولنې یو ځل بیا د افغانستان د نظام او افغانانو د برخلیک ټاکنې په اړه خپل پخواني تبلیغات پیل کړل او هوډ يې درلود، چې د تېرو څلورو لسیزو په څېر د خپلې خوښې جوړې شوې کړنې او پرېکړې په افغانانو تحمیل کړي.


کال مخکې ملگرو ملتونو یو اړخیزه مغرضانه پرېکړه وکړه، چې افغانستان او افغانان له سیاسي خلا او انزوا سره مخ دي؛ نو باید يې په اړه اقدام وشي، لومړی یې د 2023 کال په مي میاشت کې په قطري پلازمینه دوحه کې د خپلې لومړۍ ناستې په پایله کې ترکي تبار ډیپلوماټ فریدون سینرلي اوغلو د افغانستان د سیاسي وضعیت ارزونکی استازی وټاکلو، هغه هم له مخکې ټاکل شوي پلان سره سم د دوحې د دوهمې ناستې لپاره ځینې تکراري وړاندیزونه درلودل، چې اساسي يې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د با صلاحیته ځانگړي استازي ټاکل، د بین الافغاني ناستو پر بنسټ د افغانستان د راتلونکي لپاره د نظام ټاکنه او په هېواد کې د افغان ښځو د مساوات او برابرۍ غوښتنې يې د خپلې ارزونې مهم ټکي وو.


د روان کال د فبروري په 17-18مه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ملگرو ملتونو په کوربه توب دوهمه ناسته تر سره شوه. تمه کېدله، چې دا ځل به ملگري ملتونو خپلې پخوانۍ ناکامې تجربې نه تکراروي، د افغانستان او هوسا غیرتي ولس رښتونې استازولۍ ته به په درنښت قانع وي، د افغانستان د واکمن نظام نظر ته به د دې خاورې د یو واقعیت له مخې احترام لري او د خپلو ځینو شته ستونزو او غوښتنو په اړه به په رښتونې او بې پرې توگه د معقول بحث او ډیالوگ فرصت رامنځ ته کړي، چې له یو اړخه به خپله بې طرفي څرگنده کړي او له بل لوري به د یو نړیوال رغند خوځښت په توگه د افغانانو ستونزو ته د هېوادني حقیقت له مخې رښتونی حل لار وړاندیز کړي.


اسلامي امارت هم له خپل اړخه له پیله چمتووالی ښوولی وو، ټینگار یې درلود، چې په هېواد کې شته ځینې ستونزې باید د واقعیتونو د درک له مخې مطرح او له حاکم نظامه یې د سمونې او رغونې غوښتنه وشي؛ نه دا چې په بهر کې د افغانانو له اختیار او خوښې پرته پردی طرحې چمتو، تحمیل او د نړیوال سیاسي فشار په توگه د نظام د ننگونې لپاره وکارول شي.


همداسې وشول، ملگرو ملتونو ونه منله، چې د هېوادوالو او افغان واکمن نظر واوري او ورسره گډه بحث ته وړاندې شي، بلکې د افغانستان واقعیتونه يې بابېزه وبلل، په خپله خوښه يې له اسلامي امارت د یو حاشیوي جریان په توگه د گډون بلنه مطرح کړه او د ټول هېواد د لویو پرگنو او ولسونو په استازولۍ يې یوازې پنځه تنه بهرمېشتي افغانان درې ښځې او دوه نارینه د خپلو شومو موخو د تحقق په پلمه قطر ته ور وغوښتل، چې وښيي د حل لارې په لټه له افغانانو سره د هغوی په ستونزو گډ بحث کوي.


اسلامي امارت د ناستې له پیل څخه دولس ساعته مخکې اعلامیه خپره کړه او د دوحې ناسته یې د وطن او حاکم نظام په زیان وبلله، له گډونه یې نټه وکړه او په زغرده يې په نړیوال ستیج د افغانانو رښتونې استازولي او د افغان حاکمیت درنښت د ستونزو د حل او له نړیوالو سره د تعامل اساسي ټکي یاد کړل، چې له هر چا سره او هر وخت یې په اړه د بحث کولو چمتووالی هم وښود.


نړیوالو شناندانو او ځینو څېړنیزو لوریو داسې پتیله، چې د افغانستان نه گډون به دا هېواد له سیاسي انزوا او له نړیوال تقابل سره مخ کړي، د دوحې ناسته به اساسي پرېکړې وکړي، چې تغیر او چلنج به یې ستونزمن شي؛ خو له بل پلوه یو شمېر نور شنونکي او پخپله افغانان ډاډمن وو، چې نور به نړیوال خپلسری لیدلوری له اسلامي امارت سره د نه تعامل او د افغانستان د واقعیتونه د نه درک په پایله کې هېڅکله هم د هېواد او هېوادوالو په وړاندې ستونزې او لویې ننگونې رامنځ ته نه کړي، په ځانگړې توگه داسې مهال، چې د سیمې هېوادونو او مطرحو سیاسي جریانونو له افغانستان سره د همغږۍ او تعامل لار غوره کړې ده.


پایله همداسې شوه، د دوحې د ناستې مشر او د ملگرو ملتونو سرمنشي انتوني گوتریش په ډاگه وویل، چې په دې ناسته کې د ځانگړي استازي په ټاکل کېدو د ټولو گډونوالو هوکړه ونه شوه، همدا راز یې د راتلونکې دریمې ناسته خبر ورکړ، چې طالبان به يې هم گډونوال وي، هغه څه، چې پخوا لا اسلامي امارت پرې ټینگار کړی وو او د نړۍ د اغېزمن تعامل حل لار يې بللې وه.


له بل پلوه له فرمایشي غوره شوو افغان مدني فعالانو سره هم د توقع خلاف د روسیې او ایران د ځانگړو استازو د لیدنو پرېکون دا په ډاکه کوي، چې نور د افغانستان په اړه پرېکړه پخپله واکمن افغانان کوي، بهرنۍ نسخې او خپلسرې ناستې نه شي کولای زموږ د هېواد په اړه د تېرو څلوېښتو کلونو په څېر د وطن د بحراني کولو هڅې او وطنوالو ته د غمېزو د رامنځ ته کولو یو اړخیزه پرېکړې تر سره کړي.

پای