د چک ډېمونو اړتیا او د اوبو پۀ مدیریت یې اغېز

د چک ډېمونو اړتیا او د اوبو پۀ مدیریت یې اغېز

دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان پر اساس د هېواد په هره ولسوالۍ کې د یو چک ډېم د جوړولو امر شوی.
د حریت نیوز د خبر له مخې امیرالمؤمنین حفظه الله د کرنې، اوبو او انرژۍ، کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو ته دندې سپارلې، چې هر وزارت باید شاوخوا ۱۴۰ چکډیمونه جوړ کړي، څو د اوبو کمښت ستونزه پای ته ورسېږي.

تر دغې فرمان وروسته په ټولو ولایاتو کې په چټکۍ سره د چک ډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې. پۀ روزمره خبرونو کې وینو، چې د هېواد ډېری ولسوالیو کې د چک ډېمونو د جوړېدو چارې پیل او یا د تکمیل کېدو په حال کې دي.

د چک ډېمونو جوړول د اوبو مدیریت لپاره په داسې وخت کې چې وچکالي ورځ تر بلې زور اخلي، یو له خورا اغېزمنو چارو څخه ده. 

زموږ د هېواد جغرافیایي موقعیت، د اقلیم بدلون او د اوبو د لویو خدماتو نشتون هغه ننګونې دي، چې په دې فرصتونو باندې په ښه بڼه مدیریت کېدای شي. که فکر وکړو، نو په اصل کې د اوبو لومړنی مدیریت له همدې ځایه پیلیږي.
د چک ډېم په مرسته هغه باراني اوبه محفوظ کیږي، چې په ناسمو لارو ځي او آباد ځایونه تخریبوي. له همدې امله پکار ده چې د احتمالي مېتودونو په ذریعه او د ودانیزو شېوو په کارولو سره دغه اوبه له سېلابي ویجاړیو وړاندې کنټرول شي. د کنټرول لپاره یې یو له مهمو روشونو څخه د همدې چک ډېمونو جوړول دي.

افغانستان د کرنې وړ نږدې ۸ میلیونه هکتاره ځمکه لري. د دغې ځمکې نیمايي یې په سنتي ډول کرل کیږي، خو پاتې نور یې د اوبو کمښت له امله شاړه او بې ګټې پرته ده. د دې فرمان په بشپړ تطبیق سره به له کرکیلې پاتې ډېری شاړې ځمکې بېرته آبادې شي او د هېوادد اوبو حفاظت به وشي.
د دغه ډول لویو او کوچنیو بندونو په جوړولو سره د هېواد د اوبو لویه برخه مدیریت کېدای شي.

د دې سربېره به هغه سېلابونه پرې کنټرول شي، چې وړاندې تر دې یې زموږ هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړول.
دغه راز به یې په مرسته د خاورې ساتنه وشي او د سېلابونو له امله به له ویجاړۍ څخه مصوون شي؛ ځکه چک ډېمونه کولی شي چې د ځمکې لاندې اوبو ته تقویت ورکړي او د کانالونو، بندونو او د ځمکې لاندې د نورو تاسیساتو د تخریب مخه ونیسي.
همدا شان د رسوباتو کنټرول او د کارېزونو چینې په ډېره ښه بڼه دوباره تغذیه کوي.

د څړځایونو او چاپېریال لپاره د ډېرو ساحو رامنځته کېدو ترڅنګ ګڼو خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې هم د پام وړ اغېز لري.
د هېواد په غرونو کې د واورو زېرمې ورو - ورو د کال په اوږدو کې د اوبه کېدو په حال کې وي. دې برخه کې د اسلامي امارت د مشرتابه کړنې له همدې امله هم د ستاینې وړ دي، چې په چک ډېم سره به د هېواد اوبه په لویه پیمانه زېرمه او اداره شي.
دا چک ډېمونه د اوبو په مدیریت کې یوازینی طبیعي میکانیزم دی، چی د متوازن انکشاف له نظره یو مثالي اقدام ګڼل کېدای شي.

په ټوله کې که فکر وکړو، د ملي اقتصاد په رغون کې اوبه یو له ارزښتمندو برخو ده، چې نه یوازې د ژوندانه اساسي اړتیاوې پوره کوي، بلکې د هېوادونو ترمنځ په اړیکو او په بهرنیو سیاسي اړیکو هم پراخې اغېزې لري.
زموږ هېواد د اوبو پراخې سرچینې لري. افغانستان کې د کابل په ګډون د آمو، هریرود، مرغاب، هلمند او د شمال پنځه مهمې حوزې شته. دغو حوزو کې د شمالي حوزې پرته چې خپله افغانستان کې بهیږي، د پاتو نورو څلورواړو حوزو اوبه له کلونو راهیسې له هېواده بهر روانې دي. په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د اوبو في متر مکعب قیمت تر ۲ ډالرو رسیږي. که چېرې افغانستان خپلې اوبه في متر مکعب په یو ډالر هم وپلوري، نو د کال به ۵۰میلیاره ډالره عاید یوازې د اوبو له پلورل څخه ترلاسه کړي.

د اسلامي امارت له دې اقدامه معلومیږي، چې زموږ د دغو اوبو د مهار او مدیریت لپاره په منظمو لنډمهالو او اوږد مهالو پلانونو باندې کار شوی، څو دغه اوبه په ښه ډول مدیریت شي.
په منځني ختیځ او بیا په ځانګړي ډول عربي هېوادونو کې د نفتي توکو په پرتله د اوبو بیه لوړه ده؛ ځکه تېل، ګاز او نور توکي بدیل لري، خو اوبه بدیل نه لري.

له اوبو څخه د څښاک، کرنې، برېښنا تولید او نورو ګڼو برخو کې کار اخیستل کیږي.
د ترسره شویو څېړنو له مخې نړۍ کې د څښاک وړ او د خوږو اوبو زېرمې کمې دي، خو افغانستان بیا د خدای په فضل سره د خوږو اوبو پراخې زېرمې لري، چېله بده مرغه د اشغال د شتون له امله زموږ د هېواد ۶۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي څخه بې برخې پاتې وو. دې برخو کې اوس افغان دولت خپلو ولسونو ته د پاکو اوبو د برابرولو ګړندۍ هڅې پیل کړي، چې د اړتیا وړ هره برخه کې د اوبو شبکې درګرده جوړیږي.

د اوبو او برېښنا وزارت د شمېرو له مخې افغانستان کابو ۷۵میلیارده متر مکعبه د اوبو زېرمې لري. که چېرې افغانستان پر خپلو اوبو باندې د برېښنا بندونه جوړ کړي، نو د ۲۲میلیونه کیلو واټه في ساعت برېښنا د تولید ظرفیت به ولري.

هر هغه هېواد چې غواړي پرمختګ وکړي، نو د نورو کارونو ترڅنګ باید خپلې اوبه مدیریت کړي. د امیرالمؤمنین د دې حکم له مخې به د دغو چک ډېمونو په رغون او د مناسبې ډیپلوماسۍ په لار اچولو سره د هېواد اوبه په سالم ډول مدیریت شي، چې پرمټ به یې نږدې راتلونکي کې د افغانستان له اوبو څخه د همدې هېواد بچي له هر اړخه ځانونه بسیا کړي.