نوی زېږدیز کال د پرمختګ له نويو هیلو سره

نوی زېږدیز کال د پرمختګ له نويو هیلو سره


که څه هم ۲۰۲۳ زېږدیز کال اسلامي امارت هماغسې په نړیوالو لومو کې بند تېر کړ، خو بیا یې هم د وړم کال په پرتله ښې لاسته راوړنې او پرمختګونه درلودل.

مسوولینو په کې د ډاډمن امنیت، ښکلي سیاست او بهترین شفافیت پرمټ اقتصادي رغون او سوداګریزې ودې ته ډېر پام اړولی و. نظام په کې له هر اړخه د وړم کال په پرتله زیات بریالی ثابت شو. مسوولینو یې تر پخوا ډېر زیار ووېست چې د اشغال پرمهال تش په نوم سیاسي او اقتصادي برخه په حقیقي هڅو غني کړي. له همدې امله یې ګاونډیو، د سیمې له هېوادونو او په ټوله کې له نړۍ سره د ښو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو رغون لپاره کار وکړ.

دغه ډول د ناامنۍ په برخه کې د هر تحرُک مخه نیول د افغان دولت لویه لاسته راوړنه وه، چې په تېر زېږدیز کال کې یې وشو کولی، د اسلامي نظام او افغان خاورې داخلي او خارجي دښمنان ګډوډۍ ته پرېنږدي او په بریالیتوب سره یې محوه کړي. 

د ملي دفاع ځوان وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د امنیتي لاسته راوړنو یوې غونډې ته ویلي، چې په تېر کال کې یې لسګونه د تاجکستان او پاکستان هغه ورانکاري اتباع چې افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره راغلي وو، وژلي او سلګونه نور یې ژوندي نیولي دي. د اسلامي امارت لخوا د هېواد خپلواکي او سرتاسري امنیت ساتل او د دغو نعمتونو د بقاء لپاره لا نور کار کول هغه څۀ دي، چې ولسونه یې تر پخوا ډېر هیله مند کړي دي. سربېره پر دې تېر زېږدیز کال کې د اختطاف کچه صفر ته رسول هم د پام وړ موضوع ده، چې مخکې وختونو کې ترې خلک تر پوزې راغلي وو.

په ټوله کې که نظر وکړو، نو ویلی شو چې ډاډمن امنیت، منظم سیاست، مالي برخه کې شفافیت او اقتصادي برخه کې ښه پرمختګ ډېرې مهمې لاسته راوړنې وې، هغه چې ولسونو یې له لسیزو راهیسې ارمان درلود.
بل لور د اسلامي امارت د شرعي محاکمو له لوري هم تېرو ۱۲ میاشتو کې په ټولیز ډول له ۴۶ زرو ډېرې جزایي دوسیې حل او فصل شوي، چې دا هم وړه خبره نه ده. د ښاري او اطرافي خلکو د افکارو ترمنځ واټن ختمېدل، خپله بودیجه له خپلو ملي عوایدو پوره کول، مامورینو ته په وخت د معاشاتو ورکړه، له تمې پورته د انکشافي چارو ترسره کول او په خپلو مټو د هېواد پورته کول د رښتینې خدمت جوتې نښې دي.

دغه راز د هرات د زلزلو په څېر د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو منظم مدیریت او زیان لیدونکو ته لاسرسی هم د پام وړ برخه ده، چې د خپل ولس درد ته په وخت سره رسېدنه وشوه. د افغان کډوالو سېلابي راتګ خو بیخي د ډېرې پاملرنې وړ ده، چې د مدیریت برخه کې یې اسلامي امارت ګرد نړیوال هک - پک کړل. افغان دولت خپلو ټولو راستنېدونکو افغانانو ته غېږه خلاصه کړه او په بې ساري ترتیباتو یې ورته ښه راغلاست وکړ.

د قوشتېپې کانال، د واخان لار، د سالنګ لویې لارې رغون، د کندهار لویې لارې جوړول، د امو حوزې د تېلو د استخراج ترڅنګ ګڼې نورې پروژې ترتیب او پلې شوې.
همدارنګه تېر کال له ډېری هېوادونو سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې رامنځته شوې او دا اړیکې ورځ تر بلې د ځواکمنتیا لور ته لاړې. 

د دغې بریالي مدیریت له امله ګاونډیو او د سیمې هېوادونو چمتوالی وښود، چې له اسلامي امارت سره خپل ناسم سیاسي باورونه منظم او د سیاسي نږدیوالي لپاره کار وکړي. دوی له اسلامي امارت سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې او د شته فرصتونو په برخه کې لاس په کار شول.

د کال په وروستیو کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه ایران کې د فلسطین قضیي په تړاو نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ او هلته یې بېلابېلو خواوو سره د سیاسي او اقتصادي مسایلو پر غوړېدا خبرې وکړې.
تر هغې وروسته د قزاقستان سفیر "علیم خان یسین گیلدییف" هم له مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کې ویلي، چې غواړي له افغانستان سره خپلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لا ښې او پراخې کړي.

چین هم د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې ډېرې ښې کړي او تېر کال ورسره د هوایي دهلېز له لارې زرګونه ټنه اموال خصوصا جلغوزه چین ته صادر شول.
بل لور د اذربايجان رسنيو هم د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزير "جيحون بايراموف" له قوله ويلي، چې غواړي همدې 2024 کال کابل کې خپل ډيپلوماټیک ماموريت پرانیزي او دغې هېواد سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې غني کړي.

بل لور بیا د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د نړۍ له ۶۰ هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې شوي، چې پر مټ یې تېرو دوو کلونو کې د افغانستان صادراتو دوه برابره ډېرښت موندلی.
د دې ترڅنګ ترکمنستان کې افغان سفیر فضل محمد صابر او تجارتي اتشې محمد هارون سعیدي ویلي، چې ترکمنستان هم له افغان دولت سره ښې سوداګریزې اړیکې لري او غواړي یوه ګډه سوداګریزه خونه رامنځته کړي.

دغه راز له شاوخوا دوه کلن ځنډ وروسته د افغان مشرانو په هلو - ځلو د ایر عربیه (Air Arabia) هوايي شرکت هم له کابله د خپلو پروازونو د بیا پیلولو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د جنورۍ په لسمه به کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي. دوبۍ کې د افغان قونسلګرۍ په وینا له دې سره به مستقیماً د دوبۍ - کابل تګ - راتګ اسانتیاوې برابرې او د دواړو هېوادونو ترمنځ به ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي.

دغه راز د پولي ثبات برخه کې هم افغان دولت تېر کال لوی پرمختګونه درلودل. افغانۍ په بې سارې بڼه د ډالرو او نورو اسعارو په بدل کې ارزښتمنده شوه.
معقوله پولي پالیسي پلې شوه. افغانۍ کرنسي د هېواد ټولو برخو کې دود شوه. بهر ته د اسعارو د قاچاق مخنیوی وشو. په دولتي کچه د غیر ضروري لګښتونو مخه ونیول شوه. صادرات زیات شول. هېواد کې زیاتې ملي او نړیوالې پروژې بیا پیل شوې. له همدې امله د افغانستان بانک مسوولینو ويلي، چې په 2023 کال کې د افغانیو ارزښت ۲۶ سلنه زیات شوی دی. 

همدارنګه له خصوصي سکتور څخه د اسلامي امارت هر اړخیز ملاتړ د دې لامل شوی، چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره نوې هیلې پیدا شي. هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې زیاتېدل هم هغه زېری دی، چې په پایله کې یې ډېری منابع اوس د احیاء کېدو په حال کې دي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، حکومت هڅې کوي څو په روان زېږدیز کال چې تازه پیل شوی، هېواد کې ډېرې بنسټيزې پروژې پیل کړي.

د ده په خبره هېواد کې ډېرې زېربنايي پروژې تر لاس لاندې دي، چې ګڼ شمېر به یې دغه کال کې بشپړې شي او پر ځينو نورو به عملي کار پیل شي.
د دې ترڅنګ به یو شمېر نورې اقتصادي موخې هم تقعیب شي، چې په کې چین سره نښلول کېدونکې د ورېښمو یا واخان لار ده. دغه شان مسوولینو ویلي، چې په راتلونکي پسرلي کې به د افغان - ټرانس پروژې عملي چارې هم پیل شي. د کانونو په برخه کې هم په ځانګړي ډول د نفتو برخه کې به هېواد د څېړنو له پړاوه د استخراج پړاو ته داخل شي.

تر دې هاخوا د سړکونو رغېدل، بندونه جوړېدل، کانالونه، معدنونه او نورې برخې چې تنظیم لپاره یې دولت شپه - ورځ یوه کړې، د خوشبختۍ او بریالیتوبونو څرکونه دي.
د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق بخیت هم د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنه کې ویلي، چې په دغه ۲۰۲۴ کال کې د اسلامي نړۍ د فرهنګي مرکز په توګه د کابل د کانديداتورۍ په اړه یې خبرې کړي دي.

خلکو ته د کاري زمینې رامنځته کول او د ځان بساینې په موخه د اقتصادي پرمختګ لپاره د زمینو برابرول هغه څه دي، چې په کتو یې دغه کال کې هم د غوره لاسته راوړنو وړاندوینه کولی شو. ان شاءالله دغه اوسنی زېږدیز کال به تر تېر کاله لا غوره، له لاسته راوړنو ډک او بهتر وي.

کۀ داسې منظم سیستم روان وي، لرې نه ده چې افغانستان تر راتلونکو درې - څلور کلونو پورې ډېری برخو کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.
په همدې هیله