د تمدن تر نقاب لاندې نتنیاهو د کوم تمدن لپاره جنګیږي؟

د تمدن تر نقاب لاندې نتنیاهو د کوم تمدن لپاره جنګیږي؟

د بشر له ژورو عقلي زېرمو راټوکېدلي ډېری مفاهیم نن د زورواکو سیاستونو قرباني دي. هغه څه چې یو وخت د روڼتیا، پرمختګ او متقابل درناوي سمبولونه وو، نن د یرغلونو او وحشتونو لپاره پردې ګرځېدلي. مبالغه به نه وي، که ووایو چې د دې مفاهیمو یوازې بڼه پاتې، خو روح یې وژل شوی. کله چې ځواکمنان د تمدن تر سرلیک لاندې خپله توره ایډیالوژي پر نورو تپي، نو دا مفکوره د بشري ارزښتونو تر ټولو خطرناک اختطاف دی. 

تمدن د تاریخ په اوږدو کې د بشر د عزت، اخلاقي لوړتیا، انساني همغږۍ او د ظلم پر ضد د مبارزې لوړ ارزښت لري. اما دا اصطلاح نن د اسرائیلو او لوېدیځ ایتلاف له لوري داسې تعبیریږي، چې معنا یې نۀ له انسانیت سره تړاو لري او نۀ له عدالت سره. 
نتنیاهو ويلي، دوی د تمدن لپاره جګړه کوي، آیا د زرګونو بې‌ ګناه ماشومانو، مېرمنو او سپین‌ ږیرو بې‌ رحمانه وژنه همدا تمدن دی، چې دوی یې دعوه کوي؟ د ملګرو ملتونو د راپور له مخې غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو شویو بریدونو کې ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

آیا د غزې پر خاورې د بمونو ورول، د روغتونونو او جوماتونو ویجاړول، د فلسطیني وګړو مېشت ځایونه له منځه وړل او د هغوی د مال او حال غصب کول تمدن دی؟
که هغه تمدن وي، نو بیا دې وحشت، ظلم او نسل‌ وژنې ته کوم نوم ورکړو؟ بیا به انسانیت، اخلاق او عدالت څۀ معنا ولري؟
اسرائیل د تمدن تر پردې لاندې خپل غرب‌ محوره استعماري سیاست پټوي او د خپلې صهیونیستي مفکورې له مخې د هماغو استعماري ارزښتونو دفاع کوي، چې غرب له پېړیو راهیسې د ظلم، اشغال او نسل‌ وژنې لپاره کارولي.

تمدن مظلوم پر وړاندې د بمونو له پرچو، د ټانکونو له خولې او د جنګي الوتکو له وحشتناکو غږونو باید تعریف نشي. نتنیاهو د تمدن تر نامه لاندې هغه وینه بهوي، چې د انسانیت هر قانون یې حرام ګڼي. دوی د خپل تش په نامه تمدن دفاع داسې کوي؛ لکه دغو وحشتونو لپاره یې چې قانوني او اخلاقي جواز تر لاسه کړی وي. د نړۍ د ټولو قوانینو له مخې دا تمدن نه دی. دا فکري اشغال دی چې د انسان له عقل، روح او ارادې سره جګړه کوي. تمدن د مسجدونو، مدرسو، میندو او ماشومانو د مزار نوم نه دی. 

د دوی همدغې تمدن د سرخپو نسل‌ وژنې، د افریقا غلامۍ، د اسلامي نړۍ تجزیې او د نړۍ استعمار ته مشروعیت ورکړی و او نن هم دا اصطلاح د خپلو نویو ظلمونو لپاره کاروي.  یعنې تمدن د دوی له نظره یوازې هغه توجې شوی ځواک دی، چې د خپلو ګټو لپاره دې انسانیت قرباني شي.

غربیان د تمدن تر همدې شعار لاندې عراق، سوریه، لبنان او اوس غزه کې نظامونه ړنګ کړل. دوی د خلکو له خپلواکۍ، ارزښتونو او عقیدې سره ټکر وکړ او خپله ایډیالوژي یې پر نورو وتپله، څو اصلي فرهنګي جوړښتونه یې له منځه یوسي او خپلو استعماري او فریبي افکارو ته د تمدن نوم ورکړي.

شعارونو کې یې د بشر د حقونو ادعا وکړه، خو عملونو کې خپلو شومو اهدافو پسې وګرځېدل. دا د تمدن تر نقاب لاندې روان ظلم دی، چې د تمدن له کلیمې یې خلک زړه توري کړل. نتنیاهو خپلو جنایتونو ته د تمدن نوم په ورکولو دې کلیمې ته ستر توهین کړی، چې دا د ټولو بشري ارزښتونو سپکاوی دی. دوی تر دې نامه لاندې هغه وحشتونه وکړل، چې د تمدن او انسانیت په هېڅ چوکاټ او کتاب کې مشروعیت نه لري. بمونه، وژنې، ویجاړۍ او اشغال هېڅکله تمدن نه شي کېدای. که تمدن د نتنیاهو له خولې تعریفیږي، نو پکار ده چې انسانیت ته د کرامت او عدالت له مخې نوی تعبیر پیدا شي، څو دا ارزښتمن مفهوم د وحشت له سیوري خلاصی ومومي.
تمدن د بمونو او اشغالونو پرځای د عدالت، عقلانیت او انساني ارزښتونو له مخې باید تعریف شي، څو دا کلیمه د وحشت د مشروعیت وسیله ونه ګرځي او نور ترې د انسانیت ژغورنې په نوم دغه ډول سیاسي سوداګر نامشروع ګټه وانخلي.
پای