د اوکرايین او امریکا ترمنځ د شوي تړون پټ هدفونه
په داسې حال کې چې نړۍ د جګړو او سیاسي کشالو په لانجو کې نښتې، امریکا د خپلې روانې تګلارې له مخې اوکرایين سره مهم تړون لاسلیک کړ. دا تړون د هغو نایابه معدني عناصرو په اړه وشو، چې د نړۍ پرمختللو هېوادونو لپاره نظامي ټکنالوژۍ، فضایي برنامو او حساسو صنعتي برخو بنسټ جوړوي.
دا هغه عناصر دي چې د Rare Earth Elements په نوم پېژندل کیږي. په دې موادو کې سکینډیم، یټریم، لانتھانم، سیریم، پراسیوډایمیم، نیوډیم، پرومیتھیم، سماریم، یوروپیم، ګاډولینیم، ټیربیم، ډسپروسیم، ہولمیم، اربیم، تھولیم، یټیربیم او لټیټیم شامل دي.
دا عناصر د معاصر دور نوي تېل او یا انرژيکي زېرمې ګڼل کیږي. کوم هېواد چې دا منابع تر لاسه کړي، اقتصادي برلاسي مومي او د سیاسي او نظامي واک مهم لوبغاړی ګرځي.
امریکا دا تړون په داسې حساس پړاو کې وکړ، چې اوکرایين له سختو جګړو او داخلي فشارونو له ازمیښتونو سره لاس او ګرېوان دی. د ځان د بقا لپاره هره دروازه ټکوي.
خو امریکا چې لومړی یې د بشري خواخوږۍ، سولې او دیموکراسۍ شعارونه ورکول، اوس د یوې اوږدې جګړې له ستړیا وروسته د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره له فرصت نه استفاده کوي.
د اوکرایین دا نایابه عناصر د عصري وسایلو، مصنوعي ذکاوت، فضا او نظامي ماشینرۍ د روح حیثیت لري. امریکا دا تړون د اقتصادي موخو لپاره کړی، چې پرمټ یې د ټکنالوژۍ نړیوال بازار تر خپلې ولکې لاندې راولي. که یو هېواد دا منابع ولري، نو پر نورو د تکیې اړتیا نه لري، خو که یې له لاسه ورکړي، نو د پرمختګ تړاو به یې تل د نورو په ارادو پورې تړلی وي. امریکا غواړي اوکرایین په همدې زولنو کې وتړي، څو یې هم منابع استفاده کړي او هم یې ځانته محتاج وساتي.
اوکرایين ته د دې تړون بل خطرناک اړخ دا دی، چې هېواد به یې له خپلو نایابه منابعو بې برخې شي. دا عناصر یې که هېواد کې دننه پر شفافو او ملي بنسټونو ولګول شي، د غښتلي او صنعتي اوکرایين بنسټ جوړولی شي، خو که د امریکا تر کنټرول لاندې راشي، نو دا به استعماري معامله وي، نه ملګرتیا او یا له همفکرو سره د امریکا خواخوږي.
کله چې یو کمزوری هېواد، محتاجه اداره او روانه جګړه کې د ځان بقا لپاره ساه اخلي، نو هر ډول سختو او ناعادلانه شرایطو ته غاړه ږدي.
امریکا له همدې کمزورتیا ګټه واخیسته او هڅه یې وکړه، چې خپلې اقتصادي اړتیاوې د بشري شعارونو تر نقاب لاندې پوره کړي. له همدې امله اوکرایين دې تړون ته اړ کړل شو.
ډونالډ ټرمپ چې یو وخت یې ځان د سولې پلوی باله، اوس دا معامله ستره لاسته راوړنه بولي. دا د امریکا د دوه مخي سیاست څرګنده بېلګه ده، چې لومړی یې ژمنې وکړې او بیا یې ورپسې استعماري معامله وکړه.
هماغه امریکا چې یو وخت یې غولېدلي افغانان په شا ډبول، خو وروسته یې په ډاګ میدان پرېښودل. د امریکا وفاداري همېشه تر خپلې ګټې پورې محدوده پاتې شوې. له ویتنامه تر افغانستانه پورې یې همېش خپلې ګټې نظر کې نیولي، چې اوس یې اوکرایين په دې لومه کې راګیر دی. دا تړون ښایي د سولې پر ځای د منابعو پر سر د رقابت اور بل کړي.
روسیه همدا اوس د امریکا پر نیتونو شک لري او دا شک به نور هم ژور شي، چې امریکا د فضا، نظامي او اقتصادي برلاسۍ لپاره د اوکرایين زېرمې ځان ته اړوي.
د امریکا ملګرتیا چې اکثرو کمزورو ملتونو سره شوې، پایله یې یوه غمیزه او تاریخي پښېماني پاتې شوې. افغانستان، عراق، لیبیا او اوس اوکرایين دا ټول هغه مثالونه دي، چې امریکا تر خپل مطلب وروسته خپل شریکان په ډاګ میدان پرېښي. بیا یې شریکانو ته نۀ حکومت ورپاتې، نه عزت او نه یې د هېواد اقتصاد.
اوکرایين چې نن د جګړې لمبو کې سوځي، ښایي سبا د منابعو د لوټ بله غمیزه تجربه کړي. دا تړون که څه هم اقتصادي ښکاري، خو د جګړې، سیاسي استعمار او نړیوالو رقابتونو یو پټ داستان تر شا لري. د تاریخي شواهدو له مخې هغه ملګرتیا چې پر ضعف او احتیاج ولاړه وي، تل د زورورو لپاره بریا او د کمزورو لپاره تاریخي پښېمانتیا پاتې شوې.
پای