د ثور اووم او اتم؛ د افغانستان د پېچلې تاریخي لارې څرنګوالی
د ثور اوومه او اتمه د افغانستان د تاریخ دوه مهم داستانونه دي. دا ورځې افغانانو لپاره د بېلابېلو احساساتو، قربانیو او تجربو نښې دي. د ثور په اوومه کال ۱۳۵۷ کې د سردار محمد داوود خان حکومت د شوروي اتحاد په ملاتړ خلق دیموکراتیک ګوند سقوط کړ او د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې یې نوموړی د کورنۍ له ۱۸ غړو سره یوځای وواژه.
تر کودتا وروسته د شوروي اشغال د دوام په لومړیو ۱۶ میاشتو کې نور محمد ترکی، بیا د څو میاشتو لپاره حفیظ الله امین او ورپسې ببرک کارمل د اشغال د ادارې مشرانو په توګه دنده ترسره کړه. د شوروي د اشغالې ادارې وروستی واکمن ډاکټر نجیب و.
ډاکټر نجیب له واکمنۍ وړاندې د خاد رئیس و، چې په زرګونه تنه انسانان یې شهیدان، بندیان او د زندان په جریان کې یې په مختلف ډول شکنجه کړل. نوموړي د اکسا او خاد ریاست پرمهال ۵ زره لوستي افغانان تري تم کړل.
نجیب په ۱۳۵۷ کال د حوت پر ۲۴ مه هرات کې ۲۴ زره هغه افغانان ووژل، چې په هرات کې د ولسي پاڅون په توګه د کمونېستي رژیم پر ضد راپورته شوي وو. په همدې کال کې یې د بګرام په هوايي ډګر کې ۲ سوه او د خوست په ۲۵مه فرقه کې ۱۳۳ صاحب منصبان په ډله ییزه توګه ووژل. دغه راز یې د کونړ په کرهاله کې تر زرو ډېر بې ګناه انسانان ووژل. له دې سربېره ډاکټر نجیب په نورو ګڼو ولایاتو کې هم ډله ییزې وژنې وکړې.
دغو پېښو افغانانو ته د پراخو مشکلاتو او کړاوونو مخه واړوله. د همدې اشغال پیل و چې د دې هېواد وګړي یې له جګړې، ویجاړۍ او کډوالۍ سره مخ کړل. د شوروي اتحاد د اشغال له امله یو نیم میلیون افغانان شهیدان او معلولین شول. له ۸ میلیونو زیات افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول، چې دا د نړۍ په کچه د کډوالۍ تر ټولو ستر بحران ګڼل کیږي. یتیمان او کونډې ترې پاتې شوې. ملي او اسلامي ارزښتونه پايمال شول او وطن له ټولو معنوي او مادي سرچینو بې برخې شو. اتم د ثور بیا د آزادۍ او خپلواکۍ هغه څراغ شو، چې د بلېدو لپاره یې ډېرو پاک نفسو افغانانو خپل سرونه نذرانه کړل او د هېواد په تاریخ کې یې یرغلګر او مستبد خلک له هېواده وشړل، خو ترې وروسته د بهرنیو دسیسو له امله د وخت مشران د واک خواهشاتو واخیستل. دوی پر واک سره جوړ نه شول. د خپلمنځي جګړو له امله یې پر افغانانو بل ناورین پیل کړ. جهادي رهبرانو د واک پر سر خپلمنځي اختلافاتو له امله ونه کړای شو، چې یو پیاوړی، متحد او دوامداره حکومت راتلونکي نسل ته په میراث کې پرېږدي. د دوی له اختلافاتو ځینو ګاونډیو او غربي هېوادونو د خپلو موخو لپاره ګټه واخېسته او څو لسیزې یې افغان ولس په دربدرۍ او کړاو کې ښکېل کړ.
دې خپلمنځي ګډوډیو تر اشغال ډېر ولسونه کډوال او بې شمېره کونډې او یتیمان یې ترشا پرېښودل.
د ثور اوومه او اتمه، دواړه ورځې یو تاریخي درس دی، چې اوسنی نسل او نظام ترې باید د عبرت لپاره ډېر څۀ واخلي. اشغالونو ته ترپېدل او ورته خوښېدل کوم کمال نه؛ بلکې زوال دی. د پردو په لمسون او اشارو هېڅکله مترقي او خپلواک هېواد نه پاتې کیږي.
د دې ورځو له تېرو تجربو څخه عبرت اخېستل د افغانانو لپاره د یو نوي راتلونکي لار هواروي. له همدې امله اسلامي امارت په ډېره اخلاص سره د یوه نوې افغانستان لپاره مټې بډوهلي، څو د شریعت تر چوکات لاندې یو متحد او پیاوړی هېواد جوړ کړي. د اسلامي امارت د مدبر سیاست پر اساس د هېواد آبادۍ لپاره اړین ګامونه اخیستل شوي، باید یو ذره هم چاته دا اجازه ورنه کړل شي، چې دلته دې تېرې ترخې تجربې بیا ځلې تکرار کړي. موږ به راتلونکي نسل ته آباد افغانستان د اسلامي شریعت تر چوکاټ لاندې هغه وخت پرېږدو، چې د ودان، یو موټي او سرلوړي افغانستان لپاره ټول په ګډه کار وکړو.
اوس اړتیا ده چې له تېرو غلطیو زده کړه وکړو او د هغو کړنو مخه ونیسو، چې په راتلونکي کې زموږ ملت بیا ځلې له داسې ترخو تجربو سره مخ کوي.
موږ د پیاوړي وحدت او اسلامي اصولو پرمټ کولی شو، د خپلې خاورې د کرامت او آزادۍ ساتنه وکړو، چې دې هدف ته د رسېدو لپاره زموږ د ټولو یووالی او ګډ کار اړین دی.
پای