له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستلو ترشا کیسې
پاکستان دا مهال د خپلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله د یوه ژور کړکېچ سره مخ دی. د دغه هېواد چارواکي هڅه کوي، چې د خپلو ناکامو سیاستونو پړه پر نورو واچوي او تر ټولو اسان هدف یې افغان کډوال ګرځولي. دا کډوال چې اکثر یې د جنګ، فقر او بې ثباتۍ له امله پاکستان ته کډه شوي، اوس د زور، ګواښ او زورواکۍ قرباني دي.
دې وروستیو کې پاکستان د لکونو هغو افغان کډوالو د جبري ایستلو اعلان کړی، چې حتیٰ قانوني اسناد لري. دا هغه کډوال دي چې کلونه - کلونه یې هلته ژوند کړی، کار یې کړی، مالیه یې ورکړې او د ټولنې برخه ګرځېدلي، خو اوس پرته له کوم دلیل او وضاحت څخه ورته د اجباري شړلو امرونه ورکول کیږي. ډېر شمېر افغانان شپه - ورځ په وېره دي او ګڼ شمېر یې په نیمه شپه له کورونو ویستل کیږي او بندي کیږي.
د ټولنیزو رسنیو د شواهدو له مخې د افغان کډوالو شخصي مالونه هم لوټ شوي.
پاکستاني پولیس د هغو کسانو مالونه چور کوي، چې بېرته افغانستان ته ستنیږي. له کورونو یې قیمتي وسایل، پیسې، موټر او نور شیان اخیستل کیږي. ځینې کډوال وایي، حتیٰ له دوی د وېستلو په بدل کې رشوت غوښتل کیږي او که یې ورنه کړي، یا وهل کیږي او یا هم زنداني کیږي.
په داسې حال کې چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه پر دې وضعیت سختې نیوکې کړي، خو د پاکستان حکومت لا هم د بې پرواۍ او زورواکۍ سیاست ته دوام ورکړی. تازه شواهد ښيي چې ډېر شمېر کډوال د تورو تمبو شاته اچول شوي او آن ښځې او ماشومان هم له خپلو کورونو وېستل شوي او بندیان شوي دي.
ځینې کورنۍ په لارو کې بې سرپرسته پاتي او د خوړو، درملو او سرپناه له سخت کمښت سره مخ دي. دې وروستیو کې له بلوچستان، سند او پنجاب څخه داسې راپورونه خپاره شول، چې ګڼ شمېر افغان کډوال د لرونکو اسنادو سربېره نیول شوي او بېرته په جبري ډول افغانستان ته شړل شوي. دا کډوال وایي، خپلو وسایطو، دوکانونو او کورونو پرېښودو ته اړ شوي او پاکستاني چارواکو یې شتمنۍ ضبط کړي دي. داسې شواهد هم شته چې ځینو ځایونو کې پولیسو د افغان کډوالو د شتمنیو لوټ ته زمینه برابره کړې ده.
دا وضعیت د بشري حقونو ښکاره نقض دی. دا د پاکستان د سیاسي ناکامۍ هغه څرګند ثبوت دی، چې غواړي خپل داخلي فشارونه پر نورو خالي کړي. افغان کډوال چې هلته یې د مزدورۍ او کسب له لارې خپل ژوند پرمخ بېولی، اوس له ظلم او بې رحمۍ سره مخ دي. دا چاره به د افغانانو زړونه له پاکستاني حکومته لا نور تور کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.
پاکستان هڅه کوي چې د خپلو امنیتي ستونزو او سیاسي ناکامیو پړه پر افغان کډوالو واچوي. دوی دا ادعا کوي چې ګواکي د کډوالو په منځ کې داسې کسان شته، چې د امنیتي ګواښونو لامل ګرځي، خو حقیقت دا دی چې خپله پاکستان د هغو شومو کړیو اصلي مرکز پاتې شوی، چې د سیمې ناامنۍ ته لمن وهي. د کډوالو په نوم د خلکو شړل یوازې یوه بهانه ده، څو یې پر مټ خپل داخلي فشارونه، د نړیوالو نیوکې او د ناکام سیاست بار پر افغان کډوالو واچوي. دا کړنه که څه هم د امنیت ټینګښت په نوم توجې کیږي، خو حقیقت کې د پاکستان د اوږدمهالو پټو موخو، نیابتي جګړو او ترهګرو ډلو د پالنې یوه برخه ده.
له بلې خوا اسلامي امارت په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ کړی، د داعش په څېر ډلې یې ځپلي او د ناامنۍ لوی مرکزونه یې له منځه وړي. اسلامي امارت د هېواد د ثبات، امنیت او د هر ډول تروریستي ګواښ پر وړاندې جدي اقدامات کړي، خو پاکستان غواړي د کډوالو په شړلو سره داسې فضا جوړه کړي، چې د خپلو پټو کړیو لاسونه پټ وساتي او په سیمه کې د ګډوډۍ لپاره زمینه برابره کړي.
د داعش په نوم د خوارجو ډلې چې د سیمې لپاره نړیوال ګواښ بلل کیږي، تل د همداسې ګډوډیو له خلاوو ګټه اخلي. دا اندېښنه شته چې د افغان کډوالو دا جبري ډله ییز شړل به د هغو شومو کړیو لپاره لار هواره کړي، چې د افغانستان او ټولې سیمې ثبات نه غواړي. له همدې امله اسلامي امارت که له یوې خوا د خپلو خلکو هرکلی کوي، نو له بلې خوا د هېواد بشپړ امنیت، نظم او د هغو توطیو د شنډولو لپاره دقیق دي، چې له بهره تمویلیږي.
افغان کډوال چې له جنګ، فقر او ناامنۍ څخه مهاجر شوي وو، نن د ناورین په یوه بل اور کې سوځي. هغوی چې کلونه یې د مزدورۍ او حلال رزق لپاره خولې توی کړې. اوس له قهر، سپکاوي او سیاسي لوبې سره مخ دي.
د پاکستان دا ظالمانه او بې رحمه سیاست د بشري کرامت سپکاوی او د ګاونډیتوب، انسانیت او اسلامي ورورولۍ ټول اصول تر پښو لاندې کړي، خو تاریخ شاهد دی چې ظلم اوږدمهاله نه وي. ورځ به راشي چې د حق آواز به دا بې عدالتي ورانه کړي او افغان کډوال به له خپل درده د افتخار په داستان بدل شي.
د افغان ولس زخمونه به وخندیږي، خو د ظلم دا تور داغونه به د پاکستان د تاریخ پر مخ د تل لپاره پاتې وي.