تورخم کې د جنجالونو تر شا د پاکستان هدف څۀ دی؟
هر کله چې پاکستان د تورخم لار تړلې یا یې پرې د تګ - راتګ محدودیت لګولی، تر شا یې ژورې سیاسي او ستراتېژیکې لومې پرتې وي.
د کرښې دواړو لورو ته پراته خلک له ستونزو او کړاو سره مخ کړي. سوداګر په کې د انتظار او مالونو خرابوالي له امله درانه زیانونه وویني. ټول د دې لپاره چې پاکستاني واکداران د دې حرکت ترشا د پټ سیاسي شطرنج لوبه مخته یوسي.
دوی د افغانستان سیاسي خپلواکۍ، اقتصادي پرمختګ او سرحدي حاکمیت د کمزوري کولو لپاره همېش دغه کړنلاره مخته وړې ده.
پاکستان د خپل بهرني ناسم سیاست پر بنسټ غواړي، چې د افغانستان له پرمختګ سره موازي پر دې هېواد د خپل نفوذ سیوری غوړېدلی وساتي. دوی په دغه اقداماتو سره افغانستان ته سیاسي پیغامونه ورکوي. دا پیغامونه کله د فشار بڼه لري، کله د کنټرول او کله هم د دې لپاره چې افغانستان د خپلو حقونو د دفاع په هڅو کې شاته کړي.
له همدې امله پر فرضي کرښې د افغانستان له جوړېدونکو تاسیساتو سره دومره حساسیت لري. که افغانستان خپل تاسیسات جوړ او منظم کړي، بیا به غیري قانوني تګ - راتګ، قاچاق او هغه پټې لارې وتړل شي، چې پاکستاني استخباراتو ته د نامشروع نفوذ زمینه برابروي. دا کار د افغانستان د حاکمیت د پیاوړتیا په معنا ده، چې دا چاره او حالت پاکستاني حاکمان هېڅکله نشي زغملی.
له همدې امله یې هر وار دغه ډول نامشروع غوښتنو کې د تورخم لارې بندښت یوه وسیله ګرځولې، څو اسلامي امارت له داخلي فشار سره مخ کړي. کله د تورخم لار وتړي. کله سوداګرو ته ستونزې ولاړې کړي او کله له کرښې پورې غاړې پراته افغان کډوال تر ظالمانه پرېکړو لاندې وځوروي. پاکستان هڅه کوي چې له دې حالت نه د سیاسي فشار وسیله جوړه او افغانستان مجبور کړي، چې د دوی غیر عادلانه شرایط ومني.
اوس یې دغه لوبه په تورخم کې بیا پیل کړې. لار یې له یوولسو ورځو راهیسې تړلې. افغانستان چې اوس په تدریج سره خپل امنیتي او اقتصادي ظرفیتونه پیاوړي کوي، نور هغه هېواد نه دی، چې د دې فشارونو له امله به یې موقف کمزوری شي. برعکس د هرې تړلې لارې شاته د افغان ولس هوډ نور هم پیاوړی شوی. دې هوډ بلاخره پاکستان ته وښوده، چې تورخم که هر څومره وتړل شي، د افغان ملت اراده به ټیټه نه کړي. هماغه و چې پاکستاني ملیشه وو پر افغان پوستو ډزې وکړې. که څه هم افغان پوله ساتو ځواکونو ورته ځواب کې غاښ ماتوونکي ګذارونه ورکړل، خو د پاکستان دا ډول اقدامات د دې ثبوت دی، چې دوی د سرحدي اصولو او متقابل احترام پر ځای د ستونزو ایجادولو تګلاره خپله کړې. په دې تګلاره کې پاکستان انساني حقونو، سوداګریزو تړونونو او د ښه ګاونډیتوب ټول اصول تر پښو لاندې کړي.
پاکستان تل د ترهګرۍ پر وړاندې خپل موقف غټ ښودلی، خو حقیقت کې یې ټولې هڅې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه او د دې هېواد د سیاسي خپلواکۍ مخنیوي لپاره کار کول دي. د پاکستان ستراتېژیک هدف دا دی، چې افغانستان له سولې او ثبات سره مخامخ نه شي او په دې توګه یې د خپل نفوذ په دایره کې ایسار وساتي.
پاکستان نشي زغملی چې افغانستان د چین او هند پر لور نفوذ وکړي. افغانستان که د اقتصادي ټرانزیټ له لارې هند او چین ته لاسرسی پیدا کوي، نو پاکستان به په سیمه کې خپل ستراتېژیک موقف له لاسه ورکړي، چې پاکستان کله هم دا نشي منلی. په همدې اساس هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي اړیکو مخه ونیسي. سره له دې چې خپله پاکستان د اقتصادي انکشاف له کموالي او د سیاسي فشار له ډېروالي سره مخ دی. که چېرې افغانستان په سیمه ییزو او نړیوالو ډیالوګونو کې خپل موقف پیاوړی کړي، نو پاکستان به په سیاسي او اقتصادي کچه تر لا نور فشار لاندې راشي. په داسې حال کې چې لا له وړاندې د داخلي بې ثباتۍ او کمزورې حکومتولۍ سره مخ دی.
پاکستان د خپلو ستراتېژیکو اهدافو لپاره تل په دوه مخي پالیسیو تکیه کړې. د همدې دوه مخي سیاست لامل یې دی، چې اوس له سختو سیاسي، اقتصادي او امنیتي تهدیداتو لاندې ساه اخلي.
پاکستان که هر څومره هڅه وکړي، افغانستان نور هغه هېواد نه دی، چې د فشارونو او تهدیدونو تر سیوري لاندې سیاسي معاملاتو ته غاړه کېږدي. د اسلامي امارت په مشرۍ افغانستان اوس د خپلواکۍ، عزت او اقتصادي ودې پر لور ګامونه اخلي. افغان ولس پوه شوی، چې د تورخم بندولو او فرضي کرښې ناندریو تر شا د پاکستان اصلي هدف څه دی؟
تاریخ شاهد دی، چې افغان ملت هر ځل د ستونزو پر وړاندې مقاومت کړی او د قربانیو په بیه یې خپله خاوره او هویت ژوندی ساتلی.
که پاکستان غواړي چې افغانستان سره ښه ګاونډیتوب وکړي، نو غوره به وي چې د دې هېواد پر ضد دسیسې پرېږدي او د متقابل احترام سیاست غوره کړي. که نه، افغانان به تل د خپل حق لپاره مبارزه کوي. د تاریخ پاڼې ګواه دي، چې افغانانو خپل حریت هېڅکله د فشارونو تر سیوري لاندې نۀ دی تسلیم کړی او نه دې څوک راتلونکي کې د دې تسلیمۍ خوبونه ګوري.
پای