آیا د دوحې تړون مهم موارد عملي شوي؟

آیا د دوحې تړون مهم موارد عملي شوي؟

د ۲۰۰۱ زېږدیز کال پرمهال د افغانستان اشغال د نړۍ په تاریخ کې درنه او پېچلې پېښه وه. په دې اشغال کې افغانستان د امریکا او ناټو لخوا د نړیوالو ستراتیژیکو اهدافو تر تعقیب لاندې راغی، خو د دې اشغال تر شاه لوی حقیقت پټ و. هغه دا چې امریکا د داسې ملت خاوره اشغال کړه، چې دې ملت د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره خپله خاوره امپراطوریو هدیره ګرځولې. په دې دوران کې هم افغانانو د خپل هېواد د خپلواکۍ او د نړۍ مداخلې مخنیوي پر وړاندې پراخې قربانۍ ورکړې، خو زبرځواکې امریکې او ناټوګي ته یې سر ټیټ نه کړ.

کله چې امریکا د افغان ولس له تندریزو ګوزارونو تر پوزې راغی، دوحې تړون ته کېناست، څو د اسلامي امارت له ګوزارونو د خبرو له لارې خلاصی ومومي.
هماغه وو چې ۲۰۲۰ کال کې تر څو پړاوه ناستو وروسته هوکړه لاسلیک او امریکا په رسمي توګه له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړې، خو په لاسلیک شوي تړون کې یې ډېری موارد تر پښو لاندې کړي.
د اسلامي امارت پر مشرانو بندیزونه هماغسې په ځای دي. د تور لېست موضوع هماغسې پرته ده. د افغانستان هوایي حریم یې نقض کړی. افغانستان یې تر اقتصادي بندیزونو لاندې ساتلی او د دې ټولو باوجود د افغانستان په تړاو د ټرمپ بې بندوباره څرګندونې اضافي کیږي.

بل لور که وګورو، اسلامي امارت له خپلې ژمنې سره سم د افغانستان له خاورې ګاونډیو او نړیوالو ته د پېښېدونکو تهدیدونو مخنیوی کړی. د داعش په څېر تروریستي ډله یې محوه کړه او د افغانستان له خاورې یې ټول ګواښونه، ستونزې او ننګونې له منځه یوړې.

دا اقدام د دوحې د تړون مهمه برخه وه، خو امریکا چې د امنیتي اندېښنو پلمه کوي، بیا هم د افغانستان پر هوایي حریم تېری کوي. دا ښکاره د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری دی، چې د تړون له اصولو سره مستقیم تضاد لري.
دغه راز اسلامي امارت د دوحې له تړون وروسته هڅه کړې، چې د افغانستان اقتصاد ورغوي او نړیوال تعامل ته زمینه برابره کړي. د بندیزونو سربېره یې داخلي عواید ډېر کړي، د سترو اقتصادي پروژو بنسټ یې کېښود او د ګاونډیو هېوادونو سره یې سوداګریزې لارې فعالې کړې، خو امریکا په ځای د دې چې د تړون له مخې د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته درناوی وکړي، لا هم دغه هېواد تر اقتصادي بندیزونه لاندې ساتي، د افغانستان شتمني کنګل ده او نړیوال مالي سیستم ته یې د افغانستان د لاسرسي مخه نیولې، چې دا اقدامات د تړون سرغړونه او د افغان ولس د هوساینې پر وړاندې لوی خنډ دی.

د دوحې تړون پنځمه کالیزه پوره شوه، خو د دغه تړون عملي کېدا لا هم د امریکا لخوا بېلابېلو ننګونو سره مخ ده.
په دې پنځه کلنه موده کې که څه هم اسلامي امارت د تړون د شرايطو په اساس خپله ژمنتیا څرګنده کړې، خو برعکس امریکا بیا خپله ژمنتیا ماته کړې. که امریکا د دوحې تړون اړوند مسوولیتونه درک کوي، نو ولې د افغانستان په تړاو داسې ګامونه اخلي، چې د تړون خلاف دي؟ 

 امریکا د خپل نفوذ ساتلو لپاره د ځینو ستراتیژیکو ګټو د ترلاسه کولو هڅې کوي. په داسې حال کې چې د تړون په اساس امریکا باید خپلې ژمنې عملي کړي، تر اوسه یې یوازې د ستونزو او پېچلتیاوو پیدا کولو کې لاس او پښې اچولي.

امریکا باید دوحې تړون یوازې له افغانستانه د تېښتې پورې محدود نه کړي؛ ځکه د دې تړون ټولې خواوې باید د دواړو خواوو له لوري د خپلو ژمنو پر اساس عملي شي. په ځانګړي ډول د امریکا له لوري؛ ځکه امریکې د دې تړون ډېری موارد هماغسې تر شاه پریښي.
د دې لپاره چې د سولې او امن پر لور دایمي ګام واخیستل شي، امریکا باید خپل رول په بشپړ ډول ترسره کړي. د خپلو کړو ژمنو په اړه باید پابند پاتې شي او د افغانستان د پرمختګ لپاره بې پلوه او له مداخلت پرته د شفافه تګلاره غوره کړي، چې دا تګلاره د ټولو خواو په خیر ده.