د ازبکستان او افغانستان وروستۍ اړیکې
هغه مهال چې د افغانستان له لارې به سوداګریزو کاروانونو د مختلفو تمدنونو ترمنځ اړیکې جوړولې، دا هېواد د تمدنونو د وصل نقطه وه. له دې لارې به کاروانونه ختیځ، مرکزي آسیا او د هند له سمندر څخه د اروپا تر دروازو پورې رسېدل.
دې کاروانونو د افغانستان غرونو، درو او بازارونو ته ځانګړی رونق ورکړی و.
اوس چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکارۍ نوی روح اخیستی، دا د هماغه تاریخ بیا ژوندي کېدل ښکاري.
رېل پټلۍ د لرغونو کاروانونو پر لار تېریږي، د انرژۍ انتقال د امو سیند پر غاړو پراته ولسونه له ارام ژونده برخمن کوي او صنعتي تړونونه د دواړو هېوادونو تولیدي ځواک ته پیاوړتیا ورکوي. دا ټول د هغه تاریخي مسیر دوام دی، چې یو وخت یې دا ملتونه سره تړلي وو.
اقتصادي همکاري د هر هېواد د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره بنسټیز اصل دی. د افغانستان او ازبکستان ترمنځ وروستیو اقتصادي همکاریو ته په کتو دا د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادي امکاناتو پراختیا پر لور موثر ګام دی. دا همکاري د اقتصادي وضعیت سمون، د سوداګرۍ زیاتوالي او د خلکو ژوند ښۀ والي لپاره اغېزمنه هڅه ده.
د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته دوه ورځنی رسمي سفر وکړ.
په دې سفر کې له نوموړي سره د صنعت او سوداګرۍ، د کانونو او پټرولیم، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او د ټرانسپورت او هوايي چلند وزيرانو ترڅنګ د افغانستان مرکزي بانک رئيس او د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرکاتو مرستيال ګډون درلود.
د سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او د ازبکستاني پانګوالو جذب لپاره د همکارۍ پراخول وو.
دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت او د ګډ اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه نقطه وه.
د ازبکستان لومړي وزیر جمشید خواجه یوف د اسلامي امارت د اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې د ګډ سوداګریز زون په جوړېدو ټینګار وکړ. دا زون به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، چې په کې به جلغوزیو او پنبې د پروسېس فابریکې، د بسته بندۍ او لوجستیکي مرکزونه او د خوراکي توکو د تولید کارخونې جوړې شي. یقبناً چې په دې سره به د سوداګرۍ لړۍ ګړندۍ او سیمه ییز تولیدات او صادرات به ډېرښت ومومي.
که وګورو، د افغانستان په ډېری غرنیزو ولایاتو کې د جلغوزیو حاصلات په پراخه کچه ترلاسه کیږي. ازبکستان بیا د لوجستیک او بسته بندۍ په برخه کې ځواکمن ظرفیتونه لري، چې کولی شي دې حاصلاتو په ترلاسه کولو او پلورلو کې اغېزمنه چاره ترسره کړي. دا کولی شي چې د دواړو هېوادونو لپاره اقتصادي وده او پرمختګ راوړي.
دغه راز د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج لپاره د اسلامي امارت او ازبکستان د ګډ کار پرمخ وړلو اړوند بحث هم په دې سفر کې مطرح شوی. ازبکستاني چارواکو دا ډاډ ورکړی، چې د افغانستان په طوطي میدان کې د ګازو اکتشاف ته پرمختګ ورکوي او د استخراج چارې به یې نږدې راتلونکې کې پیل کړي.
د دې پروژو پرمختګ به د افغانستان انرژیکي سکتور ته نوی خوځښت ورکړي او د هېواد د انرژۍ اړتياوې به تر ډېره بریده پوره کړي، چې دا هڅه د اقتصادي استقلالیت پر لور بل موثر ګام دی.
په ورته مهال د ازبکستان پانګوالو سمنګان کې د سمینټو پر کارخونې هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. سمینټ په افغانستان کې د بنسټیزو ودانیو او رغنیزو پروژو د جوړلو لپاره حیاتي برخه ده، چې اوس د اړتیا ډېره برخه له هېواده بهر راوړل کیږي. دې برخې باندې پانګونه د افغانستان ساختماني صنعت لپاره نوې امکانات رامنځته کوي، په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې د پراختیا او اساسي رغون چارې په کې روانې دي. دا هڅې کولی شي د سیمې اقتصادي ودې لپاره ډېرې نوې دندې پیدا کړي.
د افغانستان د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په دې سفر کې له ازبکستاني چارواکو غوښتي، چې افغانستان کې د مختلفو پروژو لپاره پانګونه وکړي.
ازبکستان ته د اسلامي امارت د دغه لوړ پوړي اقتصادي پلاوي سفر لوی بریالیتوب دی، چې پایلې یې دواړو هېوادونو لپاره د پراخو اقتصادي پروژو پیل لپاره زمینه برابروي. د دغه ډول همکاریو پراختیا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم زیات او افغانانو لپاره به د کارونو نوي فرصتونه رامنځته کړي.
که اسلامي امارت خپلو اړیکو ته همدغه ډول پراختیا ورکړي، نو د افغانستان اقتصادي وضعیت به سره ډېره وده وکړي او له سیاسي اړخه به هم د ډېرو لاسته راوړنو زیري له ځان سره ولري.
پای