غزې پۀ اړه خیالات او تاریخي واقعات
د تاریخي واقعاتو له مخې د نړۍ مستبدو واکدارانو تل هڅه کړې، چې د نورو ملتونو برخلیک د خپلو معاملو، قراردادونو او د پردې تر شاه سازشونو باندې بدل کړي، خو د تاریخ بل حقیقت هم ښیي، چې هېڅ ولس د معاملو پۀ بازار کې نۀ دی پلورل شوی.
تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې غواړي غزه د امریکا ملکیت کړي. نوموړی د دې لپاره سعودي عربستان، مصر او نور هېوادونه قانع کول غواړي، چې فلسطینیان لۀ خپلې خاورې وباسي او د بدیل لپاره ورته د نورو ځایونو لټون وکړي.
د ټرمپ دا ناسمه څرګندونه د صهیونستي اشغال د اوږدمهالي پلان یوه بله خطرناکه برخه ده، چې غواړي د فلسطینیانو هویت محوه کړي او د مقاومت سنګرونه لۀ منځه یوسي.
ټرمپ د خپل کاروباري ذهنیت لۀ مخې فکر کوي، چې هر څۀ د معاملې وړ دي، خو فلسطین یو تاریخي حقیقت، یو ایماني تعهد او یو نۀ شلېدونکی مقاومت دی، چې د دا ډول معاملو بازار نشي جوړېدای.
که تاریخي پېښو ته وګورو، د فلسطین مسله یوازې د ۱۹۴۸ زېږدیز لۀ اشغال وروسته نۀ ده. تر دې وړاندې هم د پټو معاملو او سازشونو هدف و. د بالفور اعلامیه، د سایکس - پیکو تړون او د عربي هېوادونو د ځینو رهبرانو سازشونه ټول د دې بېلګې دي، خو هر ځل چې پر فلسطین معامله شوې، ملت یې لا قوي شوی، مقاومت په کې پراخ شوی او د اشغال پر ضد مبارزې لا نور شدت اخیستی.
ټرمپ که د هر چا پر مټ دا طرحه وړاندې کوي، د فلسطینانو ترڅنګ به د اسلامي نړۍ او د آزادۍ غوښتونکو ملتونو لۀ جدي مخالفت سره مخ شي.
د اسرائیلي اشغالګرو هدف دا دی، چې حماس لۀ پښو وغورځوي، خو برعکس د حماس مقاومت اسرائیل کمزوری کړ، دننه یې سیاسي بې ثباتي ورته رامنځته کړه او د نړۍ پۀ کچه یې ورته د اشغال څېره بربنډه کړه.
غزه د ټولې اسلامي نړۍ سنګر دی او دا سنګر به د ایمان پۀ ولولو ساتل کیږي.
حماس که څه هم د وسلو لۀ اړخه د اسرائیلو پۀ پرتله کمزوری ښکاري، خو د جګړې حقیقي معادل د مقاومت قوت ټاکي، نۀ د وسلو شمېر. د حماس پوځي ویاند ابو عبیده هم پۀ خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې دوی لۀ وسلو څخه زیات د ایماني جذبې او ولسي ملاتړ پر مټ هسک دي.
د اسلامي نړۍ ولسونه، د فلسطین د آزادۍ شعارونه او د اسرائیلو دننه سیاسي اختلافونه؛ دا ټول د اشغالګرو د ناکامۍ هستوي نښې دي.
که څه هم ټرمپ هڅه کوي، چې سعودي او مصر د دې پلان ملاتړ ته وهڅوي، خو دغو هېوادونو وار لۀ مخه دا طرحه رد کړې.
سعودي عربستان د فلسطین د قضيې پۀ اړه پخوانی رسمي دریځ لري، چې د ۱۹۶۷زېږدیز کال د سرحدونو پر اساس د فلسطین د دولت د جوړېدو غوښتنه کوي. دا دریځ د عربي نړۍ لۀ نورو هېوادونو سره همغږی دی، چې د فلسطین د نۀ پلورلو واضح پیغام ورکوي.
د مصر حکومت هم ټرمپ ته ښکاره خبرداری ورکړی، چې د غزې اوسېدونکو د وېستلو هڅه به سیمه ییز بحران ته لار هواره کړي.
ټرمپ چې تل د قدرت، پیسو او معاملو پۀ نړۍ کې پاتې شوی، فکر کوي چې غزه به هم د سوداګرۍ پۀ څېر معامله کړي. خو دا هسې یو خیال دی، محال دی او مجال دی.
ولسونه د قراردادونو او سوداګریزو معاملاتو برخه نۀ شي جوړېدای او بیا فلسطین خو څه د اقتصادي پروژې نوم نۀ دی، چې د زورواکو ترمنځ لاس پۀ لاس شي.
د نړۍ هر اشغالګر چې د ملتونو د هویت محوه کولو هڅه کړې، یا یې ورباندې د معاملې فکر کړی، لۀ تاریخي ماتې سره مخ شوی. د ویتنام جګړه د امریکا لپاره د تاریخي شرم نښه شوه او د افغانستان وروستۍ شل کلنه جګړه یې د ماتې تر ټولو ستر او ښۀ ثبوت دی.
ټرمپ که هر څومره هڅه وکړي، غزه د سوداګرۍ مال نۀ شي جوړېدای. دا فقد یوه توهمي طرحه ده، چې نۀ عملي کېدونکې ده، نۀ یې نړیوال ملاتړ شته او نۀ یې فلسطینیان منلای شي.
غزه د مبارزې سنګر او د وینې او شهادتونو یو ژوندی تاریخ لري، چې دا حقیقت به اشغالګرو لپاره همېش د سترګو اغزی وي.
د حماس د مبارزې دا مسیر به د حریت او آزادۍ تر فتحې دوام لري؛ ځکه تاریخ موږ ته ښودلې چې د یو ملت رښتینی عزم اشغالګران شرمنده کولی او مخ توره شړلی شي.