درانه انتقامي بریدونه؛ ترهګرو پسې له فرضي کرښې د افغان ځواکونو اوښتل

درانه انتقامي بریدونه؛ ترهګرو پسې له فرضي کرښې د افغان ځواکونو اوښتل

د اسلامي امارت مجاهد ځواکونه په لومړي ځل له ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د شریرو کړیو پر پټنځایونو او د هغوی پر ملاتړو درانه بریدونه وکړل.
دغه ځانګړي عملیات چې د افغانستان دفاع وزارت لخوا پلان شوي وو، له فرضي کرښې پورې غاړې په کې د ترهګرو مهم مرکزونه په نښه او له منځه یوړل شول.

د اسلامي امارت ځانګړي ځواکونه دغو شریرو کړیو لمنځه وړلو پسې وروسته له هغې پورې غاړې ته واوښتل، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني جیټ الوتکو پکتیکا برمل کې د وزیرستاني کډوالو تورسرې او ماشومان د خپلو مخالفینو په نوم بمبار او شهیدان کړل.

له ډيورنډ فرضي کرښې څخه د شریرو کړیو پسې د افغان ځواکونو اوښتل د دغه تیري انتقامي ځواب و. په دې ځواب کې د درنو وسلو پرمټ هغه پټنځایونه په نښه شول، چې افغانستان باندې د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کېده.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي هم د دې عملیاتو په اړه ویلي، موخه یې د شریرو کړیو هغه مرکزونه ختمول وو، چې هلته یې افغانستان باندې بریدونه تنظیمول. 
که څه هم اسلامي امارت د دغو کړیو نوم مستقیم نه دی اخیستی، خو دا اصطلاح د داعشي خوارجو لپاره کارول کیږي. 

دا خبره اوس ډېره ښکاره شوې، چې پاکستاني حکومت خپله خاوره کې د داعش په څېر ترهګرو ګروپونو ته پټنځایونه برابر کړي او د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره ترې ملاتړ کوي.
تازه د بلوڅ بېلتون پالو ډلې یو ځل بیا پاکستاني رژیم باندې نیوکه کړې، چې د بلوچستان مستونګ سیمه یې د داعشي خوارجو روزنې لپاره ځانګړې کړې. د بلوڅو مشرې ډاکټر صبیحه بلوچ ویلي، پاکستان دا سیمه د یوه منظم پلان له مخې د داعشي خوارجو پر مرکز بدله کړې ده.

تر دې وړاندې اسلامي امارت هم بار - بار نیوکې کړي، چې پاکستاني حکومت د داعشي خوارجو د روزنې او ملاتړ له کړنو لاس نه دی اخیستی. دا چې پاکستاني حکومت د افغانستان نیوکې تورونه بلل، اوس د بلوڅو مشرې دې څرګندونو ته څه ځواب لري؟
د نوموړې دغه وینا ښکاره ثبوت دی، چې پاکستان اوس هم علني د داعش په څېر ترهګریزې ډلې روزي او ملاتړ یې کوي، خو دا باید هېر نه شي چې د پاکستاني حکومت له لوري د دغو شریرو کړیو دا ملاتړ د ټولې سیمې امنیت ته ستر تهدید دی. 

که څه هم افغانستان څو ځله پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې له دغو کړنو لاس واخلي، خو پاکستان سربېره پر دې چې هېڅ توجو یې ونه کړه، بېرته یې افغانستان باندې تورونه لګول شروع کړل. د دې تورونو لمن بیا دومره اوږده شوه، چې افغان خاوره کې بې ګناه تورسرې او ماشومان د خپلو مخالفو وسلوالو په نوم بمبارد کړي.
په ځواب کې د اسلامي امارت ځواکونو ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د رښتینو ترهګرو پټنځایونه په نښه او پاکستاني لوري ته یې وښوده، چې ترهګر داسې په نښه او له منځه وړل کیږي.

د اسلامي امارت دا انتقامانه برید پکتیکا کې د بې ګناه ولسي وګړو د شهیدانېدو ترڅنګ بل لوی پیغام دا و، چې افغانستان له هېڅ لوري خپلې امنیتي خپلواکۍ او خاورې ته تهدید نه مني.
پاکستانی ریاست د دې پر ځای چې د سیمې د ملتونو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سولې او همکارۍ فضا رامنځته کړي، برعکس د داعشي ترهګرو ملاتړ کوي. هغوی روزي او پټنځایونه ورته جوړوي. د پاکستاني ریاست لخوا دا ناوړه چلند باید د نړیوالې ټولنې لپاره یوه جدي اندېښنه وي. د پاکستان دغه کړنې د نړیوالې سولې لپاره هم ستر تهدید کېدای شي. 

سیمه ییز هېوادونو ته هم پکار ده چې د داعشي خوارجو پر ضد یو ګډ دریځ خپل کړي، څو د سولې او ثبات لپاره یوه ګډه سالمه فضا رامنځته شي. د دې ترڅنګ باید نړیواله ټولنه د هغو هېوادونو ملاتړ بند کړي، چې داعش ترهګرو ډلو ته پناه او روزنه ورکوي؛ ځکه دا کړنې له سیمې هاخوا نړۍ هم له ستر ګواښ سره مخ کولی شي. نړۍ باید پاکستاني ریاست باندې فشار راوړي، څو د داعش په څېر له شریرو کړیو لار جلا کړي.

د دې ټولو حقایقو په رڼا کې د اسلامي امارت وروستي عملیات د افغانستان د امنیت او خپلواکۍ ساتنې لپاره مهم اقدام و، چې د خوست او پکتیکا ولسونو له لوري د یو لاریون په ترڅ کې وستایل شو.
دې چارې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د خپلې خاورې او ولس ساتنې او دفاع کلک هوډ او وړتیا لري او د پاکستاني ریاست دا ناکام سیاستونه چې په سیمه کې د ناامنۍ د خپرېدو سبب ګرځي، باید د سیمه ییزو او نړیوالو ټولنو له لوري په جدي توګه وڅېړل شي.