د ژمنیو ستونزو حل لارې
که څه هم ژمی د اوږدو شپو، سپینو واورو او ارامو باراني اورښتونو ځانګړی خوند لۀ ځان سره لري، اما بل لور همدا خوندور ژمی د بې وزلو وګړو لپاره د تکالیفو د پیل موسم ګرځي.
د ژمي دا طبعیت د افغانستان غوندې غرنیز هېواد کې ځانګړی رنګ او خوند لري، خو دا خوند دې جګړه ځپلې خاوره کې د بې وزلۍ تخم شیندو لۀ امله تکالیفو څخه ډک دی.
د ژمي سړې هوا، سپینو واورو او د نرم باران پیل بې وزلو وګړو لپاره د تکالیفو آغاز دی؛ په ځانګړي ډول هغه کسان چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پۀ سختۍ پوره کوي. دوی د ژمي لپاره وچې مېوې او د پسونو "لاندې" نشي کولی. دوی پۀ سړه هوا کې سړې ډوډۍ ته هم سترګې وي. پاتې د کور لپاره لرګي، ګاز، ډبرو سکاره او نور د ګرمولو وسایل. ډېره سخته بریښي چې یوۀ بې وزله کورنۍ دې د کور لپاره دا شیان چمتو کړي.
پکار ده چې د ژمي دا اوږدې او یخې شپې زموږ پۀ څېر بې وزله وګړي هم پۀ ګرمو کوټو او نرمو خوړو کې تېرې کړي.
د دغې مسلې پر وړاندې د حکومتي بنسټونو کړنې د پام وړ دي. د امارتي شرکتونو دا نوښت د ستایلو دی، چې بې وزلو ته د ډبرو سکاره پۀ نیمه بیه ورکوي. دا پۀ حقیقت کې د خپل ولس د اړتیا پوره کولو ترڅنګ د اخلاقي مسوولیت پر ځای کول دي. بې وزله وګړي کولی شي، چې د خپل ژوند د اړتیاوو مطابق ترې ګټه پورته کړي. دا په یخ ژمي کې د بې وزله افغانانو ژوند ښۀ والي لپاره بهترینه هڅه ده. بې وزلو لپاره دا ګام د سون توکو بحران راکموي او د هغوی کورونه په تودوخې سره لۀ یخنۍ بچ کول وي.
خو دا یوازې د حکومت مسوولیت نۀ دی، چې د دې ستونزې پر وړاندې اقدام وکړي. مرستندویه بنسټونه هم باید د بې وزله افغانانو لپاره د اوږدمهاله حل لارو پۀ لټه شي. اړتیا ده چې دوی د بې وزلو اړتیاوې درک او د حل لپاره یې سیستماتیکه لاره وړاندې کړي.
که چېرې زموږ مرستندویه بنسټونه یوازې د سون توکو وېش ته محدود شي، نو لۀ یوې خوا ممکن د بې وزلو ژوند ته لږه اساني ورسیږي، خو بل لور بیا دغه ستونزه پۀ ځنډ سره بېرته خپل لومړني حالت ته ځي، چې ښایي د وخت پۀ تېرېدو سره پر بل بحراني حالت بدل شي.
مرستندویه بنسټونو ته پکار ده، چې کارونه د سیستماتيکې همغږۍ پر اساس پلان کړي. د سون توکو د وېش پۀ برخه کې لازمې هڅې وکړي او د مرستو د وېش ترڅنګ دې د کاري فرصتونو پۀ موندلو سره د بې وزلو ټول ژوند بدل کړي. بې وزله وګړي باید د دوی پۀ مرسته داسې حل لارې پیدا کړي، چې پۀ راتلونکې کې لۀ دغو ستړیاوو ووځي.
همدارنګه د شتمنو افغانانو هم مسوولیت جوړیږي، چې تر خپله توانه د بې وزلۍ پۀ کمښت کې ونډه واخلي. دوی ته پکار ده چې د خپلو اقتصادي ګټو ترڅنګ د ټولنې رغون او د فقر کچې ټیټولو ته فکرمند شي.
دغه راز پانګوال او سوداګر باید د کمې ګټې پۀ غوره کولو سره نرخونه د پام وړ تر کچې ټیټ وساتي. دوی ته پکار ده چې لۀ حکومت او مرستندویه بنسټونو سره همکاري وکړي، څو ټولنه متحد، پیاوړي او پرمختللي وضعیت ته ورسیږي.
یوازې حکومتي اقدامات یا د مرستندویه بنسټونو همکاري نۀ شي کولی، چې ټولو افغانانو ته د ژمي پستې شپې او ګرم خواړۀ برابر کړي. دا د هر افغان مسوولیت دی، چې خپل ګاونډ کې د بې وزلو لۀ حاله خبر او د خپل دسترخوان خواړۀ ورسره ووېشي.
که حکومت، مرستندویه بنسټونه، شتمن پانګوال او سوداګر پۀ ګډه د بې وزلۍ ختمولو لپاره دغه ډول پۀ یوځای مټې لوڅې کړي، لرې به نۀ وي چې د ژمي دا ښکلی موسم د ټولو افغانانو لپاره یوشان د خوښۍ او سوکالۍ موسم وګرځي.
پۀ همدې هیله