د ټاپي نل لیکې پرمختګ او د سیمې په اقتصادي اتصال یې اغېز
د ټاپي نل لیکې پروژه د افغانستان اقتصادي پرمختګ لپاره ځلېدونکی څراغ دی. دا څراغ به د سیمې پۀ اقتصادي تاریخ کې د افغانستان نوم ځانګړی او روښانه کړي.
ټاپي د اقتصادي همکارۍ نوې ژبه ده، چې د سیمې زړۀ ته د ګډو فرصتونو نوې دوره راولي.
تازه د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه پوله کې د ټاپي ستراتیژیکې نل لیکې روانې چارې لۀ نږدې لیدلي. دا لیدنه د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو او سیمه ییزو همکاریو لپاره مهمه بلل شوې.
دا لیدنه د ټاپې پروژې هغه هڅې څرګندوي، چې دې وروستیو کې یې د عملي کېدا پر لور ګامونه چټک شوي.
دا نل لیکه د اقتصادي پروژې ترڅنګ د سیمې هېوادونو لپاره د سوداګریزو اړیکو، انرژۍ وېش او ګډې پراختیا ستر انقلاب دی. پۀ دې انقلاب کې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان لۀ لارې پاکستان او هند ته انتقالیږي، چې لۀ یوه لوري به د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي او لۀ بل لوري به د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو لا ټینګښت لپاره نوې لارې هوارې کړي.
د سیاسي او اقتصادي ارزښت له پلوه دا پروژه افغانستان د سیمې پۀ کچه د حیاتي ټرانزیټي مرکز پۀ توګه مطرح کوي.
د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو پۀ دې لیدنه کې د ټاپي د نل لیکې د رغونې ترڅنګ، پر څو نورو مهمو زیربنایي پروژو هم خبرې کړي. د اوسپنې پټلۍ غځول، د تورغونډۍ ګدامونو پراختیا او د نوري فایبر د شبکې غښتلتیا هغه برخې وې، چې پۀ دې لیدنه کې پرې خبرې شوي.
افغانستان غواړي خپل ستراتیژیک موقعیت پۀ عملي زیربناوو کې روښانه کړي. یقیناً دا پرمختګونه د هېواد دننه اقتصادي هوساینه رامنځته کوي او افغانستان پۀ کې د سیمې سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د اصلي تګلارې پۀ توګه پېژندل کیږي.
ټاپي د نورو زېربنایي پروژو پۀ څېر د خلکو ژوند ښه کېدا لپاره غوره هڅه ده، چې د عملي کېدو لۀ برکته به یې زرګونه خلکو ته کاري فرصتونه برابر او د انرژۍ د کمښت مسله به ورسره حل شي.
مولوي امیرخان متقي او رشید مردودف د لیدنې پۀ جریان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره پر تخنیکي ټیمونو، دوامداره ناستو او ګډو هڅو ټینګار کړی. دا ډیپلوماټیکې هڅې د ټاپي چارو د چټکتیا لپاره زمینه برابروي او د سیمې پۀ کچه د اعتماد جوړېدو برخه کې هم خورا مهمې دي.
افغانستان د ټاپي پۀ څېر سترې پروژې ته د پرمختګ د وسیلې پۀ سترګه ګوري. دا پروژه ښيي چې افغانستان اوس لۀ جګړو او شخړو د یو نوي دور د پیلېدو پر لور ګامونه اخلي، چې پۀ دې دور کې اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزه همکاري لومړیتوب لري.
د ټاپي د نل لیکې عملي کېدل به د سیمې پر امنیتي او اقتصادي وضعیت ډېر مثبت اغېز وکړي.
د دې نل لیکې د رغونې لۀ چارو د لیدنې دا تازه پرمختګ د افغانستان لپاره د اقتصادي خپلواکۍ روښانه انځور وړاندې کوي.
د سیمې هېوادونه باید د دې ډول پروژو د بریا لپاره د باور او همکارۍ کچه نوره هم لوړه کړي. ټاپي د سیمې لپاره لۀ اهمیته ډکه او افغانستان لپاره د امیدونو نوې هیله ده، چې لۀ لسیزو ناخوالو وروسته د هوساینې او پرمختګ پر لور د هیله مندۍ پلونه اخلي.