د جهادي ډلو بریا او د سوریې راتلونکی

د جهادي ډلو بریا او د سوریې راتلونکی

سوریه د کلونو جګړو، قربانیو او د ظلم پر وړاندې له مقاومت وروسته اوس په یوه نوي دور قدم ايښی.
د بشار الاسد رژیم پرځېدل او د سوریې فتحه د هغې اوږدې مبارزې پایله ده، چې د ملت د آزادۍ، عزت او عدالت لپاره ترسره کېده. 

د تحریر الشام په مشرۍ د جهادي ډلو دې ګډ اقدام داسې بدلون لار هواره کړه، چې د سوریې راتلونکي لپاره یې نوې هیلې پیدا کړې.
د سوریې ولسونه د دې فتحې پیل د ځان لپاره د عزت، پرمختګ او سوکالۍ نوی پېر بولي. هغه سیمې چې کلونه د ظلم او بربریت لاندې وې، اوس د عدالت تر چتر لاندې د نوي ژوند په درشل کې دي. سوریایي وګړو ژوند ته د ظلمونو پای د کلونو قربانیو په پایله کې ترلاسه شو.

تر فتحې وروسته د تحریر الشام مشرتابه ابو محمد الجولاني خلکو لپاره د بیارغونې او عدالت کولو ژمنه وکړه. د نوموړي په وینا فتحه یې د جهادي بریا پیل دی او اوس یې اصلي کار د ملت اقتصادي، ټولنیز او سیاسي رغښت لپاره پیل شو.

دی وایي، غواړي داسې یو نظام جوړ کړي، چې د خلکو حقونه په کې خوندي او عدالت په کې تامین وي.
د ابو محمد الجولاني دې پرېکړې، چې د خلکو حقونو ساتنې ته ژمنتیا لري، دا څرګندوي چې د دوی موخه یوازې د رژیم پرځول نه وو؛ بلکې له ظلمونو او استبداد څخه د خپلو خلکو خوندي کول هم په دې مبارزه کې شامل وو.

سوریې د بشارالاسد استبدادي رژیم تر زوال وروسته د یوې نوې دورې د پیل پر لور قدم کېښود. د دې دورې پیل لپاره د سوریې ولسونو له کلونو راهیسې لارې څارلې. له همدې امله د سوریې په هره سیمه کې د فتحې ترانې زمزمه کیږي او خلک د شکر سجدې کوي. د دمشق له جوماتونو د تکبیر غږونو پورته کېدل او د خلکو خوښي ښیي، چې د تحول لپاره روحیې څومره لوړې وې. دا په خپل ذات کې د آزادۍ او استقلالیت ستر پیغام لري.

د بشار الاسد رژیم د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې زرګونه بې ګناه انسانان ووژل او د بشري حقونو خلاف یې پراخې سرغړونې وکړې. 
د تحریر الشام په مشرۍ جهادي ډلو د سوریې لپاره مهم رول ولوباوه او لا یې هم لوبوي. دوی خپل ولس لپاره د اسلامي نظام تر چتر لاندې د یوه با امنه هېواد د بنسټ کېښودلو لپاره مټې بډوهلي. 
له دې فتحې سره د خلکو په منځ کې د یووالي احساس راټوکېدلی. دوی چې کلونه یې د بې وزلۍ او استبداد تر چتر لاندې ژوند وکړ، اوس د خپل راتلونکي لپاره ډېرې هیلې لري. 

فتحې ته د ولس جشنونه او د نوي ژوند پر لور ګامونه ښيي، چې سوریه د یوه نوي سفر لپاره چمتو ده.
په سیاسي او اقتصادي کچه د دې فتحې اغېزې د سیمې لپاره هم ژورې دي. سوریه د دې توان لري چې د سیمې د سیاست په نوي تشکیل کې یو مهم رول ولوبوي. همدارنګه ولس لپاره د بیارغونې پروژې او د اقتصادي پرمختګ پلانونه د دې هېواد لپاره د نوي ژوند نښې دي. 

د ټولنیز عدالت د تأمین ترڅنګ د تعلیمي او روغتیایي سیستمونو د رغولو ژمنې د هغو اقداماتو برخه ده، چې د خلکو ژوند به ورسره له پخوا څخه څو چنده ښه شي.
سوریې د جګړو او استبدادونو له تیارو څخه د رڼا په لور سفر پیل کړ. هیلې شته چې دا یون به د یووالي او سولې پر لور ګامونه زیات او د پرمختګ لپاره به د خلکو ژوند ته ستر بدلون ورکړي.