پاکستان؛ د ناکامو سیاستونو پۀ جال کې
لۀ تېرو څو میاشتو راهیسې پاکستان یو ځل بیا د سیاسي کړکېچونو، لاریونونو او ناامنیو سره مخ دی.
بر حاله فرقه یي جنګونه او د تحریک انصاف ګوند لاریونونه د ترینګلي وضعیت ښکاره انعکاس دی.
دغو مسایلو د تېرو کشمکشونو پۀ دوام لویې سیاسي او امنیتي ننګونې زېږولي، چې د پاکستان پۀ سیاسي نظام، اقتصادي وضعیت او امنیتي شرایطو یې ژور اغېز کړی.
د تحریک انصاف ګوند لخوا پیل شوي لاریونونه لۀ پاکستاني ریاستي بنسټونو څخه د ولس ناخوښي څرګندوي. که څۀ هم دا لاریونونه د یوۀ ګوند لخوا روان دي، خو پۀ خپل ذات کې دا پۀ خپله د پاکستاني ریاست پر وړاندې د ولسونو پراخ اعتراضات منعکسوي.
د دې ترڅنګ لوی اکثریت بلوڅان د همدې ریاست خلاف پۀ سیاسي او نظامي برخه کې راپورته شوي او نیوکه کوي، چې ریاستي جبر یې حقونه پیمال کړي.
دغه راز د پاکستاني طالبانو تحریک هم بار - بار ویلي، چې د پاکستان حکومت د روان جبر او ظلمونو خلاف پورته شوي او غواړي، چې د اسلامي نظام پۀ راوستو سره روانه نا انډولي او جبر پای ته ورسوي. دغه ډول لکونه ولسونو د بېلابېلو نومونو تر چتر لاندې د پاکستاني حکومت خلاف غږ پورته کړی او دوی یې پۀ جبر او نا انډولۍ تورن کړي.
د دغو ټولو نا رضایتیو اصلي علت د حکومت ناسمې کړنې ښودل شوې، چې لۀ امله یې خلک ناراضه او پاکستان وطن تر سختو سیاسي، امنیتي او اقتصادي فشارونو لاندې د سختۍ ساه اخلي.
دا پۀ هره کټګورۍ کې د لوی شمېر خلکو اعتراض پر دې حکومت د بې اعتمادۍ ښکاره نښه ده، چې د حکومت دوام لپاره جدي ګواښ پېښولای شي.
کله چې حکومت د خپلو خلکو د غوښتنو پر وړاندې پۀ لویه کچه بې اعتنايي وکړي او بیا د دې سربېره پرې جبر او تشدد ته زور ورکړي، نو یو ورځ حتما پر دغۀ ډول ریاست هم د دوام کړۍ راتنګیږي.
د همدې کړاو لۀ وجې پاکستان حکومت د همدې ستونزو پۀ وجه لۀ رنګارنګ تکالیفو او ستونزو سره مخ دی.
د ولس اقتصادي او ټولنیزو ستونزو پۀ حل کې پاتې ښکاري، سیاسي اړخ کې ورپسې لکونه خلک پاڅېدلي او امنیتي چاپېریال کې د پېښو ډېرښت لۀ چارواکو څخه لاره ورکه کړې.
د دې ستونزو تر ټولو جدي او حساسه برخه د فرقه یي جنګونو پراختیا ده، چې پۀ پاکستان کې د سني او شیعه ډلو ترمنځ دې وروستیو کې خونړۍ پېښې رامنځته شوې.
د چارو څارونکي د دې پراخېدونکو جنګونو تر شا د پاکستاني استخباراتو لاسونه بولي، چې پۀ خبره یې د دغو لاسوهنو لۀ امله فرقه یي جنګونو شدت وموند او د شیعه او سني مسلمانانو ترمنځ خونړۍ شخړې رامنځته شوې، چې پۀ نتیجه کې یې لسګونه کسان ووژل شول او ډک کورونه او بازارونه وسوځېدل.
د پاکستاني استخباراتو رول پۀ دې کې زیات مشکوک دی؛ ځکه دوی دغۀ ډول شخړو کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره لاسوهنه کوي. دوی د دې ډول کړنو تر شاه غواړي چې د داخلي بې ثباتیو پۀ ډېرولو سره د حکومت مخالفو کسانو غږونه کمزوري کړي.
د پاکستاني حکومت د ناسم سیاست پۀ وجه ټولنیز جوړښت او د مسلمانانو ترمنځ د سولې او تفاهم اړیکې هم سختې خرابې شوې. د پاکستان حکومت د ظلمونو او جبر پۀ وجه تحریک طالبان پاکستان یا TTP ظهور شو، چې ترشا یې د پاکستاني ملت د تکلیفونو او کړاوونو لویه کیسه پرته ده.
د بلوڅو وسلواله مبارزه هم د پام وړ ده، چې دې وروستیو کې یې فعالیتونو ته سرعت ورکړی.
د دې ټولو سربېره اوس پاکستان پۀ سیاسي اړخ کې لۀ لوی کشمکش سره مخ دی. ولس یې د خپلو سیاسي حقونو لپاره د حکومت پر وړاندې درېدلی.
پۀ لکونو پاکستانیان د خپلو غوښتنو او د حکومت د فساد او بې کفایتۍ خلاف لارو کوڅو ته راوتلي.
دا ټول یو ځل بیا د حکومت د پالیسۍ ناسم اغېز ته اشاره کوي، چې د خلکو غوښتنې او حقوق یې لۀ پامه غورځولي او یوازې د ځواک او ناسم سیاست پۀ کارولو کې خپله بقا ویني.
د دې ټولو حالتونو ترڅنګ اقتصادي اړخ کې هم پاکستان لۀ پراخو بحرانونو سره مخ دی.
د نړیوالو اقتصادي فشارونو ترڅنګ پۀ کې داخلي اقتصاد هم پوره ځوړ ته رسېدلی. د خلکو ژوند پۀ کې ستونزمن شوی، خو د اقتصادي پراختیا لپاره د کمزورو پالیسیو لۀ امله لا نور مشکلات ورته متوجې دي.
لۀ دې ټولو جوتېږي، چې لۀ سیاسي کشمکشونو نیولې تر امنیتي بحرانونو او اقتصادي ستونزو پورې پاکستان پۀ یوه بحراني وضعیت کې دی.
د تحریک انصاف ګوند لاریونونه، د تحریک طالبان پاکستان بریدونه او د بلوڅانو مبارزه ټول لۀ دې حکومت څخه د نا رضایتۍ ښکارندويي کوي. د پاکستان حکومت باید خپل داخلي کړکېچونه پۀ هوښیارۍ سره حل او لۀ ناسمو پالیسیو لاس پۀ سر شي؛ ځکه د دوی ناسمو پالیسیو او غلطو سیاستونو بلوڅ وسلوال غښتلي کړل، د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې مبارزې لپاره یې محبوبیت زیات کړ او پۀ سیاسي کچه غلطیو یې لکونه پاکستانی ولس د خپل حکومت خلاف لارو - کوڅو ته راوویستل.
که چېرې د پاکستان حکومت پۀ خپلو پالیسیو کې چې اصلاحات او بدلونونه رانۀ وړي، نو راتلونکی به یې له تاریخي بحران او زوال سره مخ وي.