نړیوال کنفرانس او د افغانستان اقلیمي ستونزې

نړیوال کنفرانس او د افغانستان اقلیمي ستونزې

د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته په لومړي ځل افغان پلاوی د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس کې خپل غږ اوچتوي.
افغانستان چې څو لسیزو جګړو او اشغالي قوتونو د سونامي په څېر وځپه، په اقلیمي او چاپېریالي ډګر کې له خورا سختو ننګونو سره مخ دی. 
د تېرو جګړو پر مهال پر دې ځمکې زرګونه ټنه باروت او درنې وسلې استعمال شوې، چې له یوه پلوه یې د خلکو ژوند او کورونه وران کړل او له بل پلوه یې د دې خاورې زرغونتیا او د اوبو ذخایر له سختې ویجاړۍ سره مخ کړې.


د همدغو ناخوالو له وجې د افغانستان پر چاپېریالي او اقلیمي وضعیت بدرنګ سیوری غوړېدلی.
په داسې حساس وخت کې افغان پلاوي ته دا فرصت په لاس ورغلی، چې خپل اصلي درد او چاپېریالي اړتیاوې نړیوالو ته روښانه کړي.

د دې فرصت له مخې به نړیوالو ته وښودل شي، چې افغانستان په کور دننه او بهر د اقلیم په خرابۍ کې هېڅ رول نه دی لرلی، خو په اغېزمنتیا کې بیا د نړۍ په کچه شپږم اقلیمي زیانمن هېواد دی. دا ځکه چې د جګړو پر مهال د باروتي موادو، درنو وسلو او چاودیدونکو توکو استعمال د افغانستان ځمکه او اوبه له کیمیاوي ککړتیا سره مخ کړې. دا په دې معنا چې افغانستان یوازې د نړیوالو اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره نه دی مخ؛ بلکې د نړیوالو اشغالونو له امله د خپل کورني چاپېریالي ویجاړتیاوو له ننګونو سره هم مخ دی.

په داسې حالت کې یاد کنفرانس ته د افغان پلاوي ورتګ ډېر موثر او ګټور ګام دی؛ ځکه افغان لوری به د خپلو طبیعي سرچینو په ښودلو سره نړیوالو ته ډاډ ورکړي، چې د اقلیمي بدلون د اغېزو په کمولو کې مرسته کولی شي.
د دې ډاډ ورکولو پر مټ به د نړیوالو توجو جذب او افغانستان به وکړای شي، چې د اقلیم بدلون له امله اغېزمنو افغانانو لپاره نړیوالې همکارۍ جلب کړي. دغه راز د چاپېریال ساتنې په برخه کې به هم د نړیوالو توجو د ځان لور ته واړوي.


د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو لخوا د اقلیمي بدلون دې کنفرانس ته د اسلامي امارت د پلاوي غوښتل دوه نورې سترې ګټې هم لرلی شي.
لومړی دا چې افغان پلاوی به د دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان چاپېریالي اړتیاوو او اقلیمي بدلون په اړه خپلې غوښتنې او اړتیاوې نړیوالو ته وړاندې کړي. دا چاره به د دې ترڅنګ چې د افغانستان اقلیمي حالت ته د نړیوالو پام وګرځوي، هغه نړیوال مالي میکانیزمونه به هم په ګوته کړي، چې افغانستان کولی شي د چاپېریالي پروژو لپاره ترې ګټه پورته کړي.


دوهم دا چې د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره به تجربې شریکې شي.
افغانستان چې تر دې دمه د اقلیمي مرستو او همکارۍ په برخه کې شاته پاتې شوی، اوس د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره د تجربو او ګډو اقداماتو پرمټ کولی شي، چې خپلې ملي چارې لا ډېرې علمي او تخنیکي کړي. 

له دې سره به د چاپېریال ساتنې په برخه کې افغان متخصصین په نړیوالو معیارونو سمبال شي او د خپلو موجوده سرچینو څخه به په مؤثره توګه ګټه پورته کړي.
د افغانستان ځنګلونه چې په پراخه کچه د بمباردونو او نورو جنجالونو له امله ځپل شوي، باید په منظمه توګه یې بیارغښت لپاره نړیواله پاملرنه ترلاسه شي؛ ځکه د ونو کېنول او د ځنګلي سیمو پراختیا کولی شي چې د اوبو ذخایر پیاوړي او د هوا د ککړتیا په کمولو کې مرسته وکړي.


دغه راز د اوبو زېرمې د افغانستان یوه مهمه سرچینه ده، خو د بد اقلیمي بدلون له امله په خطر کې دي. په دې برخه کې باید نړیوال د نوې ټکنالوژۍ په مرسته د اوبو زېرمه کولو لپاره افغانستان کې اغېزمن کارونه وکړي.


د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي رامنځته کول او خلک د چاپېریالي مسوولیتونو په اړه پوهول هم خورا مهم دي. دا چاره به د اقلیمي بدلون د اغېزو په کمولو کې مرسته وکړي او چاپېریال کې به مثبت بدلون رامنځته شي.