اوکرایین د لویدیځ سیاست په لومه کې

اوکرایین د لویدیځ سیاست په لومه کې

د تېرو څو کلونو پۀ اوږدو کې اوکرایین د نړیوالو لویو ځواکونو د جګړې پۀ ډګر بدل شوی. دغو سترو هېوادونو اوکرایین د خپل نفوذ او ستراتېژیکو ګټو لپاره مرکز ګرځولی.

د امریکا او ناټو پۀ ملاتړ د اوکرایین د مقاومت پۀ نوم دا جګړه ظاهراً د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره یو ابتکار ښکاري، خو حقیقت کې د دې جګړې تر شا داسې پېچلې لوبې روانې دي، چې د اوکرایین راتلونکی یې لۀ شکي او ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی.

د لویدیځو هېوادونو بنسټیزه موخه دا ده؛ چې د اوکرایین پۀ څېر هېوادونه د روسیې پر وړاندې د یو فشار د ابزار پۀ توګه وکاروي. د ناټو او امریکا د دې هڅې موخه د اوکرایین پۀ څېر هېوادونه کمزوري کول او پۀ سیمه کې د خپلو اوږدمهالو ګټو د ساتلو لپاره د یوې نۀ ختمېدونکي جګړې پیلول دي.

دې وضعیت د اوکرایین د سرتېرو او ملکیانو د ژوند لپاره خطرونه زیات کړل. د دې ترڅنګ یې د دې هېواد د وګړو اقتصادي وضعیت او ټولنیز اساسات هم سخت زیانمن کړل.

لسګونه زره اوکرایني سرتېري او زرګونه ولسي وګړي ووژل شول او د مرګ - ژوبلې دا شمېره لا هم روانه ده. ښارونو کې بې‌ دریغه ویجاړۍ او د لکونو ولسي وګړو کډوال کېدو اوکرایني ملت لپاره نۀ ختمېدونکي ستونزې راولاړې کړې. د دې جګړې اوږدوالي او شدت پۀ ټول اوکراین کې د خلکو ژوند اغېزمن کړ.

بل لور لویدیځ هېوادونه د اوکراین ملت لپاره د مرستې دعوه کوي، خو پۀ حقیقت کې د دغو هېوادونو سیاسي اهداف پۀ نظر کې نیسي او لۀ جګړې څخه خپلې ستراتیژیکې ګټې لاسته راوړي.

آیا دا مرستې د اوکرایین د بیارغونې لپاره دي، که دا سیاسي او ستراتیژیکه لوبه ده، چې پۀ پای کې به اوکرایني ملت لۀ ستر زیان سره مخ کړي؟

دې وروستیو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اتومي وسلو د تمرین امر ورکړ، چې دا هم لوی ګواښ ګڼل کېدای شي.

دا پرېکړه پۀ داسې حال کې کیږي، چې د جګړې پۀ ډګر کې روسي ځواکونه د اوکرایین د ځمکو لویې برخې لاندې کوي او جګړه ورځ تر بلې زیاتېدونکي شدت ته رسیږي.

د اتومي وسلو تمرین پۀ حقیقت کې د لویدیځ لپاره یو جدي خبرداری دی او پۀ دې سره روسیه غواړي نړۍ ته وښيي، چې د دې جګړې پۀ دوام به یوازې اوکرایین زیان نۀ ویني؛ بلکې نړیوال هم ترې مصوؤن نشي پاتې کېدای.

د امریکا او ناټو د سیاست تر شا یو لوی تحلیل دا دی، چې روسیه د خپل ستراتیژیکو ګټو څخه د دفاع پۀ نوم پۀ جګړه کې بوخته کړي او اوکرایین د یو نۀ ختمېدونکي مقاومت پۀ نوم د روسیې پر وړاندې ودریږي. د دې ستراتیژۍ موخه دا ده چې پۀ اوکرایین کې روسیه وځپي او پۀ همدې اساس لویدیځ ځواکونه خپلې ستراتیژیکې موخې ترلاسه کړي.

دا ستراتیژي پۀ پای کې اوکرایین پۀ داسې وضعیت کې راګیر کړي، چې پای یې د اوکرایني ملت د ژوند او راتلونکي لپاره ډېر خطرناک برېښي.

لویدیځ هېوادونه د خپلو وسلو او مالي ملاتړ پۀ نوم هڅه کوي، چې اوکرایین د روسیې پر وړاندې جګړه کې قوي کړي، خو پۀ حقیقت کې دا جګړه د اوکرایني ملت پر اوږو یو دروند بار ګرځېدلی.

د دې هېواد ټول بنسټونه یې کمزوري کړل او د یوې اوږدې جګړې پر لور یې اوکراین روان کړ؛ چې پای کې یې یوازې اوکرایني ملت تاوان ویني؛ ځکه اوکراین د یوې نړیوالې ستراتېژۍ پۀ لومه کې بند پاتې دی.

لویدیځ هېوادونه غواړي چې د خپل سیاسي او ستراتیژیکو ګټو د ساتنې لپاره دغه جګړه دوامداره وساتي او اوکراین به د جګړې پۀ دې ډګر کې د ستراتيژیکې لوبې د قرباني پۀ توګه پاتې وي.