د راستنېدونکو کډوالو پر وړاندې زموږ مسؤلیتونه
په داسې حال کې چې د پاکستاني حکومت له لوري هلته مېشتو افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل مهلت تېره ورځ پای وموند، لا له وړاندې د تورخم او سپین بولدک له لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ درګرده خپل هېواد ته ستنېدې او دا لړۍ ورځ تر بلې تر دننه پورې د ډېرېدو په حال کې ده.
په جبر د افغان کډوالو د نه وېستلو پر پرېکړې ټولو نړیوالو بنسټونو او د اسلامي امارت مسوولینو غوښتنې وکړې او دا یې ناعادلانه او د نړېوالو نورمونونو خلاف وبللې، خو پاکستاني لوري بیا د خپل چرګ پښه یوه کړې وه او له خپلې کړې پرېکړې په شا نه شو.
تر اوسه یوازې د تورخم له لارې له شلو زرو ډېرې کورنۍ هېواد ته ستنې شوي او لا هم د حریت د خبر پر بنسټ پر موټرو بار زرګونه کډوالې کورنۍ له فرضي کرښې هاغاړې تر کارخانو - جم پورې خپل هېواد ته ستنېدو لپاره د سړک پر سر انتظار باسي.
دوی کې ډېری یې په داسې تکلیف سره راغلي، چې په ناچیزه بیه یې د خپل کور مالونه او د موبایلونو په څېر د جېب سامانونه خپلې خاورې ته د اوښتو په موخه د لارې کرایې لپاره پلورلي دي.
ځینې نورې کډوالې کورنۍ چې پاکستان کې له کلونو راهیسې مېشت وو او هلته یې پانګونې کړې وې، د لنډ مهالي ضرب الاجل په ورکړې سره یې حسابونه او پیسې ټولې نیمګړې او نیمکله ترېنه پاتې شوې.
د دې ترڅنګ د پاکستان حکومت کډوالو سره له ۵۰ زره کلدارو څخه د ډېرو پیسو، د کور څارویو او ډېرو نورو قمیتي توکو پر لېږد هم بندیز لګولی.
دا لومړۍ ځل نه دی، چې پاکستاني چارواکي له خوارو او جګړه ځپلو افغانانو سره داسې چلند کوي، تر دې وړاندې او آن په افغانستان کې د جګړې د بلو لمبو په منځ کې هم چې کله پاکستاني واکمنو خوښه شوې او یا د خپلو خلکو او ولس له اړخه په نورو مسایلو کې تر فشار لاندې راغلي، نو زور یې پر مېشتو خوارو افغانانو وېستلی او دوی ته یې د ژوند زمینه تنګه کړې. کله یې نیولي، کله یې ځورولي او کله یې هم په ناقانونه توګه له دوی څخه د یوې حربې وسیلې په توګه کار اخیستی دی.
په دې ستونزو کې آن هغه افغانان هم پاکستان کې خوندي نه دي چې هلته د هستوګنې قانوني اسناد په لاس کې لري او که نور هېڅ هم نه وي، نو د هغوی د قانوني اسنادو په شتون کې د پاکستاني پولیسو له خوا قیدیږي او رشوتونه ترې اخیستل کیږي. د پاکستاني حکومت لخوا افغان کډوالو سره داسې له کینې ډکه سټراتیژي نه د مسلمانیت له اړخه او نه هم د ښه ګاونډیتوب له پلوه مناسب دی.
حریت سره همدا نن تورخم باندې تازه اوښتو کډوالو ویلي، چې د شپې له دولسو بجو پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د نیونې چاپې پیل کړي دي. د اسلام آباد پولیس وايي، له نن چهارشنبې ورځې څخه به پاکستان کې پاتې غیر ثبت شوي کډوال بندیانیږي او مالونه به یې قبضه کیږي.
اسلامي امارت بیا د یو مسوولیت منونکي نظام په توګه د کډوالو ستنولو لپاره بیخي قوي تدابیر نیولي او تر ډیره هڅه کوي چې خپل وطنوال په عزت سره خپلو مېنو ته ستانه شي.
نظام په لویه کچه د راګرځول شویو کډوالو د ځای پرځای کولو لپاره د خپل توان تر حده چمتوالی نیولی او هڅه کوي، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره بېرته راګرځول شوي او ځپل شوي کډوال لومړی لنډمهالي کمپونو او بیا وروسته خپلو سیمو او کلیو ته ولېږي.
په همدې هڅه تېره ورځ د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم له مخې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي تورخم ته د خپل سفر په ترڅ کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزې و ارزولې.
د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دغه پلاوي په ترکیب کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه، د مهاجرینو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي خلیل الرحمان حقاني او د مالیې وزارت مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد ګډون درلود.
دوی فرضي کرښه کې له یو شمېر راستنېدونکو کډوالو سره کتنې کړي او لعل پوره کې یې له جوړ شوي پنډغالي لیدنه کړې. دوی د کډوالو ستونزو تر لیدلو او اورېدلو وروسته دوه کمېسیونونه ټاکلي، چې لومړی کمېسیون یې د سرې میاشتې ادارې په ګډون د پنځو وزارتونو، مهاجرینو، روغتیا، ټرانسپورټ، حوادثو او زراعت وزارتونو په شتون جوړ شوی او دوهم کمېسیون کې بیا د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د بېلابېلو ادارو له استازو څخه ۱۲ کمېټې جوړې شوې، چې د راستنېدونکو کډوالو پر وړاندې د رامنځته کېدونکو ستونزو ژر حل په اړه اقدام وکړي.
د پلاوي مشر اړوندو مسؤلینو ته په عاجله توګه د دوو موقتي کمپونو د جوړولو هدایت ورکړی او اړوند مسوولین یې موظف کړي، څو په یادو کمپونو کې د خېمو، اوبو، خوراک، روغتیا او نورو ټولو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره ترتیبات ونیسي، جې همدا نن عملا دغه چارې پیل شوې.
افغان حکومت په کامله معنا د خپل ولس لپاره خپل مسؤلیت ادا کړی او ادا کوي یې، خو اوس هغه څه چې ولسونو ته متوجې کیږي، هغه دا دي چې باید ولسونه د خپلو افغانانو سره د پاکستاني حکومت په څېر چلند ونه کړي. د دوی په راتلو سره که د موټرو او کورونو کرایې کمولی نه شي، باید زیاتې یې نه کړي. ښه مېلمه پالنه یې وکړي. ځکه دا زموږ د یو هېواد وګړي او د یو بدن غړي دي. کله چې لاس مات شي، خپلې غاړې ته لویږي، خو دې ژوبل لاس سره زور او نور جبر هېڅکله خیر او ګټه نه لري.
دا زموږ بې وزله ولسونه چې د پاکستاني حکومت په څپېړه وهل شوي، زموږ او ستاسې خپل وروڼه او هېوادوال دي، په کار ده چې د وروڼو په څېر ورسره د خپلې خولې مړۍ ور ګډه کړو او هغوی ته دا احساس ورنه کړو، چې زموږ خپله خاوره کې زموږ خپل خلک په پردي وطن کې د پردو خلکو له چلنده بدتر دي.
په همدې هیله