د وینو قربانۍ د اقصیٰ تر آزادۍ؛ د شهید السنوار ارمان او د جهادي مبارزې انتقام
د اسلامي امت سترګو ته بیا اوښکې راغلې. بیا یو پیاوړي مجاهد د اسراییلي اشغال پر وړاندې مبارزه کې ځان قربان کړ.
یحیی السنوار، د حماس غورځنګ سیاسي او پوځي مشر، چې د اسراییلي یرغلګرو پر وړاندې پۀ پوره زړورتیا او مېړانې ولاړ و، د اقصیٰ د آزادۍ پر لار یې د شهادت جام نوش کړ.
دا شهادت د هغو زرګونو بې ګناه شهیدانو پۀ رأس کې ستره ضایعه ده، چې د غزې پۀ کوڅو کې یې هره ورځ وینې توییږي، کورونه یې نړیږي او د ژوندي پاتو فریادونه تر اسمانه رسیږي.
السنوار هغه شخصیت و، چې د طوفان الاقصی د برید پۀ طرحه کولو یې اسراییلي اشغالګرو باندې لمبې بلې کړې.
پۀ زرګونه اشغالګرو ته یې درانه تلفات واړول. د ده شهادت یوازې د یوۀ فرد لۀ لاسه ورکول نۀ دي؛ بلکې دا د یو پیاوړي او مقاوم نومیالي شخص بایلل دي، خو یو څه ترې جوتیږي چې د جهاد او مقاومت لار پر تکلیفونو او شهادتونو پوښلې. د السنوار په څېر اشخاص به د خپل زړور قیادت او لارښوونې پرمټ بلاخره اقصیٰ لۀ کفري اشغاله خلاصوي.
بل لور عجیب احساس دا دی، چې د نړۍ لوی اکثریت سرمایه دار او سیاست مدار لا هم غزه کې تر دومره وحشتونو وروسته خاموش دي.
څنګه کېدای شي چې د نړۍ سرمایه داره اسلامي هېوادونه د خپلو شتمنیو او قدرت پۀ اوج کې وي، خو بیا هم د خپل مسلمان ورور او لومړنۍ قبلې د ملاتړ لپاره ګام پورته نۀ کړي؟
د عربي نړۍ مشران چې ځانونه د اسلام او مسلمانانو د زعامت مدعیان بولي، ولې نن د غزې پۀ مظلومانو او د اقصیٰ د آزادۍ پۀ مبارزه کې دومره بې وسه او بې پروا دي؟
کفري هېوادونه پۀ ښکاره د اسراییلي اشغالګرو ملاتړ کوي. هغوی ته د هر ډول وسلو او مهماتو مرستې لېږي. د اشغالګرو وحشي بریدونو ته قانوني حېثیت ورکوي او پۀ ډیپلوماټیکه ساحه کې یې د هر ډول فشار لۀ ګواښ څخه ساتي.
اما برعکس د اسلام هغه مجاهدین، چې د خپلې خاورې او د خپل مقدس ځای د آزادۍ لپاره مبارزه کوي، لۀ هر ډول بندیزونو او ظالمانه سزاګانو سره مخ دي. پۀ کفري هېوادونو کې داسې اقدامات کیږي چې حماس او نور مقاومت کوونکي پۀ رسمیت ونۀ پېژني، هغوی محکوم کړي او حتیٰ پۀ نړیوالو ادارو کې د غږ پورته کولو حق ورڅخه سلب کړي.
کفري ملکونه دغه ډول د وحشي اشغالګرو تر شا ولاړ دي او ښکاره ملاتړ یې کوي، خو د مسلمانانو توانمند ملکونه لۀ خپلو مجاهدینو سره د هېڅ اقدام او ښکاره مرستې جرئت نشي کولی.
آیا د دې خاموشۍ او بې جرئتۍ لۀ امله به د دوی ملک او دین مصوون پاتې شي؟
نور به وخت د دې نۀ وي راغلی، چې مسلمان امت خپل دریځ روښانه کړي؟
دا وخت نۀ دی چې د مسلمانو هېوادونو مشران لۀ خوبه راویښ شي؟
بالکل، اوس وخت دی چې پۀ مختلفو نومونو وېشل شوي مسلمانان پۀ یوۀ صف قیام وکړي او د خپلې لومړۍ قبلې د آزادۍ لپاره د اسراییلي اشغال پر وړاندې پورته شي.
اوس هم لۀ څو لارو پر وحشي اسراییلو کړۍ راتنګه شوې. دوی خپل زوال حس کړی؛ ځکه خو لګیا دي د خپل ظلم وروستی حد ازمایي.
د ظلمونو پۀ دې اوج کې د کفري اشغال او ظلمونو پر وړاندې د غزې مسلمه امت پر آه او فریاد سترګې پټول د زمري لۀ یوۀ ګړۍ ژوند څخه د ګیدړې ډېر ژوند بهتر ګڼلو په معنا ده، چې دا به د اسلامي امت پۀ تاریخ کې د تور داغ پۀ توګه ثبت شي.
نن چې وحشي اشغالګر هر لوري ته ښکر وهي او پر مسلمانانو یې د ظلم اوج پیل کړی، د مخنیوي او غچ اخیستو لپاره یې د یحیی السنوار پۀ څېر سیاسي مشر مخامخ جګړه کې شهید کیږي، نور د امت غیور بچیان یې هم پۀ مېړانه قربانۍ ورکوي. د دې لپاره چې د خپلو وینو د نذرانې بدل کې خپله لومړۍ قبله آزاده کړي، خو د سرمایه دارې مسلمانې نړۍ د ځواکمنو او مټورو هېوادونو لاسونه او فکرونه هماغسې بې حرکته دي.
هغه هېوادونه او خلک چې پۀ دې وحشت خاموش دي، تاریخ به یې د بې ننګۍ کیسې راتلونکو نسلونو ته پرېږدي.
"ژمی به لاړ شي، خو سکرو ته به تور مخي پاتې وي".
د دوی د خاموشۍ باوجود به حماس هېڅکله مات نشي. دا خزان تلونکی او پر اقصیٰ بهار راتلونکی دی. د اقصیٰ لپاره چې هر ځل یو السنوار شهید شوی، د اسلامي امت میندو سل او زر نور السنوار اشخاص دې مبارزې ته د قربانۍ لپاره وړاندې کړي.
د جهاد دا لړۍ به هېڅکله ونه دریږي. دا د الله ژمنه ده چې د اسلام پر وړاندې به هر ډول کفري ځواک ماتوي او دا نړۍ ته په کراتو معلومه شوې ده.
السنوار او د هغه په څېر زړور شهیدان به د تاریخ پۀ پاڼو کې د اسلامي مقاومت د اتلانو پۀ توګه یادیږي، چې خپل ځانونه یې د اقصیٰ د آزادۍ لپاره قربان کړل.
اما دا د اسلامي امت د مشرانو مسؤلیت دی، چې د شهیدانو د وینو بدل واخلي. دا د دوی مسؤلیت دی چې د کفري اشغالګرو پر وړاندې خپل دریځ ښکاره کړي. دا وخت دی چې دوی باید نور د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماتیکو ناندریو تر شا پټ نشي.
نن د دوی خاموشي د کفري نړۍ د ملاتړ پۀ معنا ده او هره هغه شېبه چې دوی یې پۀ چوپتیا تېروي، کفري هېوادونه لپاره نور هم جرئت ورکوي.
د یحیی السنوار شهادت یوازې د حماس لپاره نۀ؛ بلکې د ټول اسلامي امت لپاره یو زنګ دی. داسې زنګ چې نور باید د خپل سرنوشت پۀ اړه جدي فکر وکړي.
که نن موږ خاموش پاتې شو، که نن مو غږ پورته نۀ کړو، تاریخ به موږ پۀ داسې توګه یاد کړي، چې هېڅکله به زموږ غیرت او اسلامیت پرې ښه احساس ونه کړي.
دا د انتقام وخت دی، چې اسلامي نړۍ باید د خپلې خاورې، خپلو مقدساتو او د خپل وقار د دفاع لپاره پۀ ښکاره او زغرده د السنوار پۀ څېر اقدام وکړي، څو نړۍ کې د مسلمان امت یوه بله ډیوه روښانه شي.
پای