د بدیلو سوداګریزو لارو اهمیت او اغېز
په داسې حساس پړاو کې چې افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د سیمه ییزو او نړېوالو مارکېټونو دروازې ټکوي، د پاکستان له لوري پر افغان سوداګرۍ لګول شوي بندیزونه او خنډونه ورځ تر بلې زور اخلي.
د پاکستان لخوا پر افغان سوداګرو د اضافي مالیاتو لګول او په راکړه - ورکړه کې خنډونه ډېرول د دې باعث شوي، چې افغانستان د بدیلو لارو په لټه مجبور شي.
داسې حالت کې چې افغانستان د خپلې اقتصادي پیاوړتیا لپاره هره ممکنه لاره ګوري، اوس د دغو دوامدارو زېږېدلو ستونزو له وجې پر نویو فرصتونو او نوښتونو کار کوي.
هغو افغان سوداګرو چې له اوږدې مودې راهیسې یې د پاکستان کراچۍ بندر د صادراتو او وارداتو لپاره کاروه، اوس تر ۷۰ سلنې زیاتو سوداګرو له دې بندره مخ اړولی او بدیلې لارې یې انتخاب کړي.
د بدیلو لارو په لټه کې اسلامي امارت د مهمو اقداماتو پیل کړی چې په نړیواله کچه د افغانستان اقتصادي موقعیت بدلولای شي. په دې برخه کې باید د اسلامي امارت هڅې له پامه ونه غورځول شي.
له ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراخوالی، د چابهار او عباس بندرونو د کارونې فرصتونو ډېرېدل او له چین سره د واخان د لارې نښلول هغه اقدامات دي، چې په بریالیتوب سره به یې افغانستان د پاکستان له اقتصادي انحصاره خلاص او د سیمې لپاره به د سوداګرۍ په مرکز بدل شي.
د بدیلو لارو په برخه کې د اسلامي امارت پالیسي اغېزمنه او اوږد مهاله ګام بلل کېدای شي، چې له یوه اړخه د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول او له بل لوري به دا د افغانستان لپاره د ځان بسیاینې پر لور ځواکمن ګام وي.
دا د بدیلو لارو د موندلو ترڅنګ هغه ستراتيژیک حرکت دی، چې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر وړاندې د انحصار ختمېدو لپاره اغېزمن تمامېږي.
د پاکستان پر انحصار باندې د تکیې کمېدل یا حتٰی ختمېدل به د افغانستان لپاره د اقتصادي خپلواکۍ زېری وي، چې دا زېری ښایي د ناسمې پالیسۍ له وجې پاکستان په یوه نوي ګواښ کې را ګېر کړي. د دې ګواښ په نتیجه کې به پاکستان خپلې سوداګریزې مالي ګټې له لاسه ورکړي؛ ځکه د اقتصادي سیالیو په دې مرحله کې هر کوچنی او ستر بدلون خپل اغېز لري. که افغانستان وتوانېږي چې د ایران بندرونو یا له چین سره د واخان لارې خپل صادرات او واردات د پاکستان پر ځای نورو لارو ته واړوي، نو دا به پاکستان ته ستره اقتصادي ضربه وي.
افغانستان د پاکستان لپاره تل یو لوی اقتصادي بازار پاتې شوی، خو سوداګرو ته د مشکلاتو زېږولو او د لارو بندولو سره پاکستان د دې فرصت د بایللو په حال کې دی.
اوس وخت کې افغانستان لپاره ډېره مهمه ده چې له نورو هېوادونو سره اقتصادي اړیکو ته مخه کړي او دا له نېکه مرغه د اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسي هم ده، چې له ډېرو هېوادونو سره سوداګریزې راکړې - ورکړې ولري. له ایران سره سوداګریزې لارې او له چین سره د واخان پروژه د دې پالیسۍ اغېزمن ګامونه دي.
د دې سربېره باید افغانستان د منځنۍ آسیا له هېوادونو لکه ترکمنستان او ازبکستان سره هم دا رغېدلې اړیکې لا نورې پیاوړې کړي. دغه راز روسیې او هند سره هم خپلو اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړي.
که افغانستان وکولای شول، چې خپلې سوداګریزې لارې له دغو سیمه ییزو او نړېوالو بازارونو سره په خپلواکه توګه پرانیزي، نو دا سوداګري به له یوه اړخيز انحصار څخه آزاده شي او هېواد به د یوه اقتصادي ځواک په توګه په سیمه کې وځلېږي.
د اسلامي امارت لخوا د بدیلو لارو موندل او په دې لارو کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول یقینا لوی پرمختګ دی، چې دا پرمختګ به د افغانستان اقتصادي ودې لپاره لار هواره کړي او افغان سوداګر به د پاکستان له لګول شویو خنډونو او لوړو مالیاتو څخه خلاصون ومومي.
د اسلامي امارت د هڅو پرمټ افغانستان په سیمه کې خپلې سوداګریزې دروازې پرانیزي. باورونه شته چې نږدې راتلونکي کې به افغان سوداګر د یوې یا دوو انحصاري لارو پرځای ډېرې بدیلې لارې ومومي، چې دا موندنه به د هېواد راتلونکي سوداګریز پرمختګ ته نوې هیلې وروبښي.