د اکتوبر اوومه؛ د اشغال ویرجن فصل او د افغان مبارزې زرینه پاڼه

د اکتوبر اوومه؛ د اشغال ویرجن فصل او د افغان مبارزې زرینه پاڼه

د ۲۰۰۱کال اکتوبر میاشتې اوومه نېټه، د افغانستان پۀ تاریخ کې هغه توره ورځ ده، چې پۀ کې افغانستان باندې د امریکا او ناټو ایتلافي یرغل پیل شو.

یو داسې یرغل چې نږدې شل کاله یې زموږ د هېواد پر ځمکه د وحشت او وینو سېلابونه روان وساتل. هغه پلمه چې د یرغلګرو لخوا د دې یرغل لپاره وړاندې شوه، دا وه چې افغانستان کې به د نړیوالو لپاره د تهدید سرچینې بندې کړي، خو پۀ حقیقت کې د دې یرغل تر شا مخفي اجنډاوې وې.

دې مخفي اجنډاوو زموږ د دین، خاورې، کلتور او ملي هویت ځپلو لپاره کار کاوه. دې ایتلاف یو داسې ناورین راووړ، چې نږدې شل کاله یې افغانانو ته د وېری، وحشت او دربدرۍ وختونه پۀ نصیب کړل.

امریکا او ناټو پۀ خپلو وحشتونو او د جګړې پر مهال پۀ بې رحمۍ سره زموږ پۀ کلیو او بانډو کې د بې ګناه انسانانو وینې تویې کړې. پۀ بمباریو کې یې ښځې، ماشومان او سپین ږیري شهیدان کړل. مشران او د دین داعیان یې د سختو او تراژیدي زندانونو تر شاه واچول. کلي پۀ کنډوالو بدل شول او بې شمېره کورنۍ د خپلو ټاټوبو پرېښودو ته اړ شوې. هغه ظلمونه او شکنجې چې د بګرام، ګونتانامو او نورو زندانونو کې افغان بندیانو ورسره مخامخ وو، تاریخ به یې هېڅکله هېرې نۀ کړي.

د وحشت نه ډک دا وختونه د امریکا او ناټو لپاره د یوې داسې جګړې میدان و، چې نۀ یوازې نظامي؛ بلکې فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز یرغل هم په دې وخت کې خپل اوج ته رسېدلی و.

دوی هڅه وکړه چې زموږ د ولس روحيه ماته کړي، خو نۀ پوهېدل چې دا هېواد تل د خپلو قهرمانانو پۀ مېړانه ولاړ دی.

د امریکا او ناټو یرغل ته د افغانانو ځواب یوازې یو و. هغه ځواب بېرته د خپلې خپلواکۍ ګټل وو.

د دې ملت زړورو ځوانانو د خپل دین، خاورې او عزت د ساتنې لپاره لۀ ځانونو بمونه تاو کړل. دې ولس ولږې او تندې وزغملې، خو هېڅکله یې د اشغال د خاتمې لپاره د جهادي مبارزې لاره بدله نۀ کړه.

د اسلامي امارت تر چتر لاندې د دې زړور ولس مېړانه بې مثاله وه. د دوی د دغې مبارزې لۀ برکته د امریکا+ ناټو ابرقدرت چې ځانونه یې نۀ ماتېدونکي ګڼل، بالاخره لۀ داسې شرموونکې ماتې سره مخ شول، چې تاریخ به یې هېڅکله هېر نۀ کړي.

د دوی مخونو ته خپل ځواکونه وو، خو تر شا یې د شکست هیبتناکې کیسې پاتې شوې او له افغانستانه یې پښې سپکې کړې.

نن چې اسلامي امارت بیا واک ته رسېدلی، افغانستان د امن په مرکز بدل دی. هغه جګړې چې یو وخت یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې اورونه بل کړي وو، اوس ختمې او هېواد د آبادۍ او پرمختګ پر لور روان دی.

اقتصادي پروژې، د زېربناوو پرمختیا او د یو موټي ملت جوړولو هڅې پۀ چټکۍ سره روانې دي. اقتصاد مو پۀ واقعي معنا وده پیل کړې او ولسونه مو د بې ساري امنیت لۀ برکته خپل ورځنی ژوند د سولې او ارامۍ پۀ فضا کې تېروي.

هغه ملکونه چې یو وخت یې افغانستان کې د خپلو شومو موخو لپاره لاسونه اوږده کړي وو، اوس زموږ د دې پرمختګ او هوساینې زغم نۀ لري.


هغه سازمانونه او هېوادونه چې زموږ پرمختګ د ځان پۀ ضرر ویني، اوس هڅه کوي چې د تبلیغاتي جګړې او استخباراتي دسایسو پر مټ د افغانانو فکرونه ګډوډ کړي. هغوی نۀ غواړي چې افغانستان پۀ ثبات او پرمختګ کې ژوند وکړي.

دا سازمانونه پۀ دروغجنو تبلیغاتو او خاینانه فعالیتونو سره غواړي چې زموږ ولس کې شکونه پیدا کړي، خو افغان ولس اوس پوهـ او خبر دی. لکه څنګه چې د امریکا او ناټو یرغل ناکام شو، دا استخباراتي او تبلیغاتي هڅې به هم د خدای پۀ نصرت د بریا څرک ونۀ ویني.

هغه هېوادونه او سازمانونه چې د افغانستان د خاورې ناامن کولو هڅې کوي، باید د تاریخ لۀ پاڼو درس واخلي.

هغه خوبونه چې دوی یې د خپلو ورانکارو پروژو د تطبیق لپاره ویني، دا خوبونه به یې د تېرو پۀ څېر د ماتې او شرمېدنې سبب شي.

دا سیمه چې د لویو واکمنیو او امپراطوریو هدیره ده، هېڅ بهرنی لاس پرې واک نۀ شي ساتلی. هغوی چې غواړي دلته لاس وهنه وکړي، د تاریخ د ثبوتونو لۀ مخې یې لاسونه ترې پرې شوي.

دا ټول د خدای فضل او د افغان ولس مېړانه ده.

افغانان دې د اوسني نظام پرضد د هېڅ سازمان او د هغوی د استخباراتي رسنیو د تبلیغاتو افکارو ښکار نشي. دا وخت د یووالي او پیاوړتیا دی. دا تبلیغاتي لومې باید زموږ فکرونه ګډوډ نۀ کړي. هغه چارې او پرمختګونه چې نن په هېواد کې روان دي، د ټولو د خیر او هوساینې لپاره دي.

د دغو پراختیایي، پرمختیایي او اقتصادي چارو د لا دوام او بریا لپاره زموږ یووالي او یو موټي کېدو ته شدیده اړتیا ده؛ ځکه یوازې د یو موټي ملت پۀ توګه به موږ خپل راتلونکی پۀ خپلو پیاوړو لاسونو بېرته جوړوو.